افغان ۱۹ کلنو ماليزيا ته په ۱۰ ويکټو ماتې ورکړه

د افغانستان کریکټ د ۱۹ کلنو ټيټ عمره ملي لوبډلې د مالیزیا لوبډلې ته بېسارې ماتې ورکړه.
د لوبې پچه یا ټاس افغان لوبډلې وګټله، او مقابل لوري ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
خوشحال تايب چې دغه لوبه څارله وايي، افغان توپ اچونکي په نننۍ لوبه کې ډېره ښه وځلېدل او مالیزیايي لوبغاړي یې ژر وسوځول.
د مالیزیا ټوله لوبډله په ۲۴ اوورونو کې وسوځېده او ایله ۴۰ منډې یې جوړې کړې.
ماليزيا افغان لوبډلې ته د ۴۱ منډو هدف کېښود.
د افغانستان له لوري سید شېرزاد څلور او عبدالله عدیل درې، مسلم موسی دوه او فرید احمد یو مالیزیايي لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان ۱۹کلنو ملي لوبډلې دغه هدف د څلورم اوور په دویم توپ پوره کړ او دغه لوبه یې په ستر توپیر سره وګټله.
د آسیا کپ د روانو سیالیو په لړ کې دا د افغان لوبډلې دریمه لوبه وه، لومړۍ یې له سریلانکا ګټلې او دویمه یې بیا بنګله دیش ته بایللې وه.








