د افغانستان رګبي لوبډلې دويم مقام خپل کړی

د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې په متحد اماراتو کې د لويديځې اسيا په سياليو کې دويم مقام خپل کړی دی.
افغان لوبډله په دغو سياليو کې له عرب متحد اماراتو، لبنان او ايران سره په يوه ګروپ کې و.
افغانستان وکړای شو خپلو دوو سيالانو لبنان او اماراتو ته ماتې ورکړه، خو په ايران يې لوبه بایلوده.
د افغانستان د اولمپيک کمېټې وياند مجيب الله رحماني بي بي سي ته وويل په پايلوبه کې افغانستان د ۲۷ په مقابل کې په ۷ نومرو ايران ته لوبه بايلوده.
دا د افغانستان د ګبي لوبډلې لومړۍ لوبې دي چې د لويديځې اسيا په سياليو کې يې کوي.
د افغانستان رګبي لوبډلې له تېرو دوو کلونو راهيسې لوبې پيل کړي، خو ايران دغه لوبه له انقلاب نه وړاندې په ۱۳۵۷ کې پيل کړې وه.
افغان رګبي لوبډله تېر کال په هغو سياليو کې تش لاس کور ته ستنه شوه ، چې په هند کې وشوې.
رګبي يوه له هغو لوبو ده چې په وروستيو کلونو کې افغانان ورسره بلد شوي.
افغان چارواکي وايي چې له رګبي سره د افغانانو مينه زياته شوې او خصوصي بانکونو او ارګانونو علاقه ښوولې چې له دغې لوبې مالي ملاتړ وکړي.
دوی وايي مالي ملاتړ کولای شي، چې د رګبي لوبه د کريکټ او فوټبال په څېر وغوړوي.








