ویسټ انډیز سختې سیالۍ وروسته هند ته ماتې ورکړه

هغه یوه ورځنۍ کرېکټ لوبه کې چې ویسټ انډیز کې د دریو هېوادونو تر منځ روانه ده، ویسټ انډیز له یوې سختې لوبې وروسته هندوستان ته د یوه وېکټ بدل کې ماتې ورکړه.
هند پچه وګټله او لومړی یې له توپ وهلو وروسته ویسټ انډیز ته ۲۳۰ منډو هدف وټاکه، چې ویسټ انډیز لوبډلې د نهو لوبغاړو سوځېدو په بدل کې په ۴۷ اعشاریه څلورم اوور کې بشپړ کړ.
د ویسټ انډیز له لوري خورا بریالی لوبغاړی جونسن چالز و.
هغه ۹۷ منډې جوړې کړې او هغه مهال وسوځېد، چې لوبډلې ته یې د بریا لپاره یوازې ۱۹ منډې په کار وې.
د هند له لوري امېش یادوو درې، اشانت شرما او ایشون دوه دوه لوبغاړي ارام خونې ته ولېږل.
له دې مخکې لوبه کې ویسټ انډیز پچه وګټله او هند ته یې د لوبې کولو بلنه ورکړه، هند هغه وخت په ټاکلو پنځوسو اوورونو کې د اوو وېکټو بدل کې ۲۲۹ منډې جوړې کړې وې.
د هند وتلی توپ وهونکی روهیت شرما و، چې ۶۰ منډې یې جوړې کړې.
د ویسټ انډیز له لوري کمارروچ، ټینو بیسټ، او ډېرن سیمي دوه دوه او سیمویلز یو لوبغاړی وسوځاوه.
د سیالیو په لومړۍ لوبه کې ویسټ انډیز سریلانکا ته په شپږو وېکټوماتې ورکړه. د دې لړۍ بله لوبه به د جولای په دویمه د هندوستان او سریلانکا تر منځ کنګسټن کې تر سره شي.








