فیفا وايي افغانستان کې فوټبال کم ساری پرمختګ کړی

تېره میاشت د فوټبال په نړیوالو درجه بندیو کې افغان فوټبال د خپل تاریخ په تر ټولو لوړ دریځ کې ځان وموند.
د افغانستان فوټبال لوبډله د نړۍ په څه باندې ۲۰۰ هېوادونو کې ۱۴۱ نمبر ته پورته شوه.
دې بریالیتوب د فوټبال د نړیوال فدراسیون پام افغان لوبډلې او په افغانستان کې فوټبال ته واړاوه.
د فیفا له لورې پر افغان فوټبال ځانګړی رپوټ کښل شوی چې د دې لوبې په پرمختګ په کې خوښي ښوول شوې.
د فوټبال نړیوال فدراسیون وايي دوی په تېره لسیزه کې د افغانستان په فوټبال لوبه یو نیم میلیون ډالره لګولي دي.
د فیفا د غړو هېوادونو د پرمختیا د څانګې مسوول ټیرې ریګنیس وایي: "په افغانستان کې له ټولو ستونزو سره سره موږ د فوټبال د تنظیم او ګډون په برخه کې خورا مهم پرمختګ احساس کړی دی. موږ د افغانستان له فوټبال ټولنې سره د نورو مرستو نیت هم لرو, په ځانګړې توګه د ادارې او تکنالوژۍ په برخه کې ورسره مرسته کوو."
فیفا په کابل کې د مصنوعي چمن په جوړولو او د فوټبال ټولنې لپاره د مرکز په جوړولو پیسې لګولي دي.
د فوټبال نړیواله ټولنه وايي په ۲۰۰۶ کال کې د دوی شمېرو ښووله چې په افغانستان کې څه کم ۲۰ زره فوټبال لوبغاړي شته خو اوس د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې دغه شمېره تر ۵۴ زرو اوښتې ده.
په کابل کې د مصنوعي چمن شاوخوا د ۴۰۰۰ نندارچیانو د ناستې لپاره زینې جوړې شوې وې چې دم ګړۍ دغه شمېره ۶۰۰۰ ته پورته کېږي.
خو فوټبال یوازې په کابل کې نه دی غوړېدلی.
د افغانستان د فوټبال چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې په کندهار کې د سیالیو په ترڅ کې ۲۰ زره نندارچیان د لوبې نندارې ته ناست وو چې خورا د پام وړ شمېره ده.
د سړو له فوټبال سره جوخت د نجونو فوټبال هم په افغانستان کې غوړېدلی دی.
د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډلې کپتانې زهرا محمدي د فوټبال نړیوال فدراسیون ته وویل: "په دې وروستیو کې ډېرې نجونې د فوټبال ډګر ته راغلي او په کلبونو کې د شامېلېدا غوښتنه کوي."
اوس په افغانستان کې رسمآ ۲۲۴ نجونې د فوټبال له فدراسیون سره راجستر دي او ۱۶ کلبونو د نجونو د ګډون لار پرانیستې ده.








