
اظهر الدين وايي غواړي خپله کرېکټ تجربه له نوي کهول سره شريکه کړي.
محمد اظهر الدين اوس ٤٩ کلن او د ولسي جرگې غړى دى خو يو وخت د خپل هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان و او د نړۍ يو له ډېرو ښو لوبغاړو څخه گڼل کېدۀ.
په ٢٠٠٠ کال کې پر دۀ باندې د کرېکټ چارواکو تر هغه وروسته دايمي بنديز ولگاوۀ چې د لوبې په ډگر کې يې په درغلۍ تورن کړ.
د اندرها پردېش ايالت يوې محکمې اوس پرېکړه کړې ده چې د ١٢ کاله پخوا فيصله "غير قانوني او پاتې شونې" نه وه.
د ٩٩ پنځه ورځنيو لوبو هندي ستوري اظهر الدين د محکمې له پرېکړې وروسته وويل " ايله مې ساه واخيسته"
پخواني کپتان زياته کړه: "زۀ نور کرېکټ نه کوم. له ډېره وخته مې دا لوبه نه ده کړې خو غواړم چې د دې لوبې لپاره يو نه يو څه وکړم."
اظهر الدين وايي غواړي خپله کرېکټ تجربه له نوي کهول سره شريکه کړي.
د هند د کرېکټ بورډ چارواکو په ٢٠٠٦ کال کې هڅه کړې وه چې پر اظهر الدين لگېدلي بنديزونه ختم کړي خو د کرېکټ د نړيوالې شورا فشارونو اړ ايستل چې څه ونه کړي.
د هند د کرېکټ بورډ يوۀ چارواکي ويلي چې اوس به د محکمې په پرېکړه غور کوي او دا به پتېيي چې دوى هم بندېز ختم کړي که نه.
اظهرالدين په لومړي ځل په ١٩٨٤ کال کې نړيوالې لوبې وکړې او د هند لپاره يې په ٩٩ پنځه ورځنيو او ٣٣٤ يو ورځنيو لوبو کې ١٥٥٩٣ منډې وکړې چې وروستۍ لوبه يې د ٢٠٠٠ کال په جون مياشت کې وه.
دى په خپلو لومړنيو درو پنځه ورځنيو لوبو کې له انگلستان سره په پرله پسې درو سليزو خورا ډېر مشهور شو.
د ده د لوبې ډول ډېرو وستايۀ.
اظهرالدين په ٢٠٠٩ کال کې د سياست ډگر ته ودانگل او اوس د کانگرېس گوند په استازيتوب د اتهرا پردېش ايالت د مراداباد سيمې وکيل دى.












