سرېلنکا پاکستان ته په نيمه پايلوبه کې ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 17:07 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391

شاهد اپريدى په اول توپ وسوځېد او د نورو هم خونده نه وه.

د سریلنکا او پاکستان ترمنځ د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو نيمه پايلوبې ته د ډېرو پام و او ويل کېدل چې په زړۀ پورې لوبه به ويني.

خو د پچې له گټلو وروسته سریلنکا چې منډو ته ملا وتړله داسې ښکارېدل چې شل اورېزه لوبه نه بلکې يوه ورځنۍ سيالي روانه ده.

سریلنکايي لوبغاړي ورو ورو لگيا و او پاکستاني بالران برلاسي ښکارېدل.

دلشان چې د سریلنکا خورا تېز لوبېدونکى لوبغاړى دى په ٤٣ توپونو يوازې ٣٥ منډې وکړې.

له ١٩ اوورونو وروسته سریلنکا يوازې ١٢٣ منډې کړې وې.

وروستى اوور عمر گل وکړ چې ١٦ منډې په کې وشوې.

همدې منډو سریلنکا ته هيله ورکړه.

د پاکستاني کپتان محمد حفيظ د ٤٢ منډو په شته والي کې هم نور لوبغاړي د سریلنکايي بالرانو په وړاندې ټينگ نه شول.

شاهد اپريدى په اول توپ وسوځېد او د نورو هم خونده نه وه.

په پاى کې پاکستان د اوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو يوازې ١٢٣ منډې وکړې او په ١٦ منډو يې لوبه وبايلله.

دا دويم پرله پسې ځل دى چې پاکستان د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې نيمه پايلوبه بايلي.

دوه کاله وړاندې يې له استراليا څخه نيمه پايلوبه بايللې وه.

استراليا به د جمعې په ورځ له ويسټ انډيز سره بخت ازمويي چې د هغې لوبې گټونکى به د روانو سياليو له کوربه سرېلنکا سره پايلوبه کوي.

دغو پاتې درو واړو لوبډلو تر اوسه د شل اوريزو سياليو جام نه دى پورته کړى.

تېرې درې اتلولۍ هند، پاکستان او انگلستان گټلې وې چې نور په دې سياليو کې نشته.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>