کریکټ: د هند او پاکستان لپاره وروستی فرصت

د خپريدو وخت: 13:13 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391
indo-pakistan

د اسټرالیا په ضد د پاکستان د بریالیتوب او له جنوبي افریقا څخه د هندوستان د ماتې په صورت کې به اسټرالیا او پاکستان په پای لوبه کې ولوبیږي.

د نړیوالو ۲۰ اووریزو کریکټ سیالیو د دویم ګروپ وروستۍ دوه سیالۍ د سې شنبې په ورځ په کولمبو کې تر سره کیږي. د هندوستان لوبډله به له جنوبي افریقا سره مخامخ کیږي او پاکستان به له اسټرالیا سره لوبه وکړي.

د هندوستان سره په لوبه کې له ماتې وروسته د پاکستاني لوبډلې حالت داسې دی، چې احتمال شته له دې سیالیو بهر شي.

که پاکستان د اسټرالیا په وړاندې لوبه وبایلي او په وروستۍ لوبه کې هندوستان جنوبي افریقا ته ماتې ورکړي، نو په داسې صورت کې به پاکستانۍ لوبډله کور ته ستنه شي او اسټرالیا او هند به په پایلوبه کې له یوه بل سره مخامخ شي.

"د منتظمینو لپاره دغه حالت غوره دی، خو د پاکستانۍ لوبډلې لپاره نه"

ډیو واټمور

که اسټرالیا له پاکستان څخه ماتې وخوري او هندوستان له جنوبي افریقا څخه لوبه وګټي، نو په داسې صورت کې به د هندوستان
، پاکستان او اسټرالیا لوبډلې هر یوه د څلور پواینټونو څښتنه شي، چې بیا به پرېکړه د رن ریټ پر بنسټ کیږي.

د اسټرالیا په ضد د پاکستان د بریالیتوب او له جنوبي افریقا څخه د هندوستان د ماتې په صورت کې به اسټرالیا او پاکستان په پای لوبه کې ولوبیږي.

د پاکستان او هندوستان د ماتې په صورت کې به په دې دواړو سربېره د جنوبي افریقا دوه پواینټونه شي او د نیمه پایلوبې د یوې لوبډلې پرېکړه به د رن ریټ پر بنسټ کیږي.

د پاکستاني لوبډلې روزونکی ډیو واټمور وايي د منتظمینو لپاره دغه حالت غوره دی، خو د پاکستانۍ لوبډلې لپاره نه.

د پاکستان له ماتې وروسته د خبرې غونډې پر مهال واټمور ډېر قهرېدلی معلومیده. د نوموړي په خبره په هغو برخو کې چې د لوبغاړو فعالیت سم نه و ډېر کار ته اړتیا ده.

د هندوستان فرصت

بل لور ته د هندوستان کپتان مهندر سنګ دهونی هم پوهیږي، چې یوازې یو فرصت لري. نوموړی پوهیږي، چې باید همدا یو چانس لری، چې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړي.

نوموړی وايي دغه لوبه يي د لوبډلې لپاره وروستۍ لوبه هم کیدی شی، ځکه نو باید ټولو اړخونو ته پام وشي او غوره کریکټ وکړي.

د نوموړي په خبره ډېره ښه ده، چې ټولو بیټسمینانو یې د بیټنګ کولو چانس تر لاسه کړ.

د ده په وینا مخکې يي هم ویلی و، چې له حالاتو سره سمې ټاکنې کیږي او د پاکستان په ضد د سهواګ له لوبولو نه هم مقصد دا- و چې د پاکستان په وړاندې د هغه فعالیت شه و.

مهندر سنګ دهوني وايي، چې د پاکستان په ضد د سهواګ له لوبولو نه هم مقصد دا- و چې د پاکستان په وړاندې د هغه فعالیت شه و.

د هندوستان کپتان پر یوراج سنګ د باور څرګندولو په ترڅ کې وویل هغه لوبېدو ته چمتو دی او په باولینګ، بیټینګ او فیلډینګ کې په ښه توګه برخه اخلي.

د هندوستان لوبډلې په ۲۰۰۷ کال کې لومړی ځل ۲۰ اووریزې سیالۍ ګټلې وې او له هغه وروسته نیمه پای لوبو ته نه ده رسېدلې.

د پاکستان لوبډلې د ۲۰۰۷ په پایلوبه کې د هندوستان په وړاندې له ماتې خوړولو وروسته د ۲۰۰۹ سیالۍ ګټلې وې.

د اسټرالیا لوبډلې د ۲۰۱۰ په پای لوبه کې برخه درلوده، خو د جنوبي افریقا لوبډله تر اوسه پورې یوازې نیمه پایلوبې ته لاسرسی لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>