
شاهد اپريدى په صفر اوټ شو.
د کرېکټ د ۲۰ اوريزو نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې د ډېرو په گومان د سوېلي افريقا او پاکستان بالېنگ تر ټولو ښه دى.
د دواړو ترمنځ دې لوبې دغه نظر لا پياوړى کړ.
په لوبه کې پچه سوېلي افريقا وگټله او لومړى يې خپله منډو ته ملا و تړله.
د دومني ٤٨ او کپتان دي ويليريس ٢٨ منډو په مټ کې سوېلي افريقا ١٣٣ منډو ته و رسوله.
پاکستان په حيرانونکې توگه عمر گل ته يوازې دوه اوورونه ورکړل او هغه هم په وروستیو کې چې ده په کې ١٩ منډې وکړې او يو کس يې وسوځاوۀ.
شاهد اپريدي په خپلو څلورو اوورونو کې ٢٦ منډې ورکړې خو څوک يې ونه سوځاوۀ.
د ١٣٤ منډو په ځواب کې د پاکستان د پيل لوبغاړي داسې سوځېدل لکه لوبه چې يې هېره کړې وي.
په ٣٧ منډو د دوى څلور لومړني لوبغاړي سوځېدلي وو.
د ١٥ اوور په نيمايي کې چې ياسر عرفات وسوځېد، د پاکستان ٧٣ منډې وې او اووه کسه يې سوځېدلي وو.
شاهد اپريدى په صفر اوټ شو.
په دغه وخت کې عمر گل راغى.
د پېښور عمر گل په ۲۰ اوريزو لوبو کې د خپل لوبيز ژند تر ټولو ډېرې منډې (٣٢) وکړې.
عمر گل د درو شپږيزو او دوو څلوريزو په مرسته يوازې په ١٧ توپونو منډې وکړې او يقيني ماتې يې په بري بدله کړه.
له عمر گل سره عمر اکمل ښه لوبه وکړه او په ٤١ توپونو يې ناسوځېدلې ٤٢ منډې وکړې.
پاکستان له هند او اسټراليا سره لوبې لري چې په هغو کې بايد لږ تر لږه يوه لوبه وگټي او نيمه پايلوبو ته لار و مومي.
















