ډیرن سیمي: سنیل ناراین ګټیالی دی

د خپريدو وخت: 06:36 گرینویچ - پنجشنبه 27 سپتمبر 2012 - 06 تله 1391
sunill naraien

سنیل ناراین د انډین پریمیر لیګ په لوبو کې په زړه پورې لوبه وکړه.

د سریلانکا په پالیکېلې ښار کې د وېسټ انډیز او انګلستان تر منځ د پنجشنبې په ورځ د ۲۰ اوریزو کریکټ سیالیو د نړیوالې اتلولۍ په لړ کې لوبه کیږي.

د وېسټ اینډیز لوبډله غواړي له غښتلو انګریز منډه جوړونکو سره د مخامخ کېدو لپاره خپل پیاوړی سپین بالر سنیل ناراین ولوبوي.

دبرتانوي خبري اژانس رویټرز په رپوټ کې د وېسټ انډیز د کپتان ډیرن سیمي له قوله ویل شوي، چې سنیل د وېسټ اینډیز لپاره ګټیالی دی او په ۲۰ اوریزو لوبو کې دغه لوبغاړی ښه ځلېدلی دی.

سنیل ناراین د انډین پریمیر لیګ په لوبو کې په زړه پورې لوبه وکړه، خو وېسټ اینډیز ته د انګلستان د لوبډلې د دورې پر مهال نوموړی د یوازې یوه انګریز لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.

"زه غواړم چې کرس ګیلز همداراز لوبه وکړي."

ډیرن سیمي

د سنیل د توپونو غورځولو هنر د هند د وچې په چاپېریال کې کې ګټور بلل کیږي، چېرې چې انګریز لوبغاړي غښتلي نه معلومیږي.

له هندوستان سره په لوبه کې انګریز لوبغاړي ایله د اتیا منډو په جوړولو بریالي شوو او د هندوستان دوه سپین بالران هر بجن سنګ او پیوشن چاوله وتوانېدل چې شپږ لوبغاړي وسوځوي.

ډیرن سیمي وايي لوبډله يي باید د انګلستان د لوبډلې مخه ونیسي، چې ډېرې منډې جوړې نه کړي.

د ده په خبره تر اوسه پورې ډېرې منډې جوړې شوې دي او د ده د لوبډلې لپاره به ډېره ضروري وي، چې د انګلستان لوبډله له یوه مناسب حده له زیاتو منډو جوړولو راوګرځوي.

د نوموړي په خبره د دوی تکړه منډه جوړوونکی کرس ګیلز هم د میچ ګټلو لپاره ډېر مهم دی.

د ده په خبره په لوبډله کې له بیا شاملېدو وروسته کرس ګیلز ښه ځلېدلی او مینه وال له ده نه د دغه راز لوبې هیله کوي.

ده وویل: زه غواړم چې کرس ګیلز همداراز لوبه وکړي.

بل لور ته د انګلستان د لوبډلې کپتان سټېورټ براډ وايي د پالیکېلې لوبغالی د وېسټ انډیز لوبغالو ته ورته دی، چې انګلستان په کې مخکینۍ ۲۰ اوریزې اتلولۍ ګټلې وې.

د ده په خبره څومره ژر چې یي د لوبډلي غړي له دغه چاپېریال سره بلد شي هغومره ښه ده.

د نوموړي په خبره د ۲۰ اوریزو سیالیو له اتلولۍ نه د دفاع لپاره دوی باید یوازې پنځه لوبې وګټي، خو د نوموړي په خبره دی هرې لوبې ته په خاص نظر ګوري او دی دغه راز له ویسټ اینډیز سره لوبه هم اسانه نه بولي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>