
حامد شینواری د کریکټ بورډ اجرایوي مشر او نسیم الله دانش یې مرستیال و.
د افغانستان کریکټ بورډ وايي چې ددغه بورډ اجرایوي مشر حامد شینواری او مرستیال اجرایوي مشر یې نسیم الله دانش له خپلو دندو استعفاوې وکړې.
کریکټ بورډ وايي چې د دواړو کسانو استعفاوې د کریکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود له لوري منل شوي دي.
دغه بورډ وايي چې د کریکټ بورډ د اجرایوي ریاست لپاره به ډېر ژر یو وړ کس د ازادې سیالۍ له لارې وټاکل شي.
د نوي اجرایوي مشر تر ټاکل کېدا به د دغه بورډ د لوړو مهارتونو د څانګې مدیر بشیر ستانکزی پر دې څوکۍ کار کوي.
د کریکټ بورډ دغو مشرانو داسې مهال استعفاوې کړې، چې د انگلستان د يوه يخواني او پېژندل شوي کریکټ کلب ايم سي سي، مشر فليپ هوډسن او دوه تنه نور نړيوال روزونکي کابل ته رسېدلي، او هلته يې ددغې لوبې د څلورویشت تنو افغان روزنکو مسلکي روزنه پيل کړې ده.
د افغانستان کریکټ بورډ وايي چې راغلي کسان کوم روزونکي روزي هغوى به بيا خپلې تر لاسه کړې تجربې په پلازمېنه او ولايتونو کې د کریکټ له ځوانو لوبغاړو سره شريکوي.
تللو روزونکو په افغانستان کې د کریکټ راتلونکى روښانه بللی دى.












