
وړاندې افغانستان عمان او مالیزیا ته هم ماتې ورکړې ده.
افغان کریکټ ملي لوبډلې په درېیمه سیالي کې مالدیپ مات کړ.
د اسیايي ایلیبت کپ سیالیو کې د شنبې په ورځ (اکتوبر شپږمه) پچه اچونه مالدیپ وګټله.
مالدیپ لوبغاړو په ۴۴ اورونو ۱۴۳ منډې وکړې، او افغانستان ته یې د ۱۴۴ منډو هدف وټاکه.
د افغان منډه جوړوونکو په ۲۶ اوورونو کې خپل څلور لوبغاړي وسوځېدل، خو ټاکل شوی هدف یې پوره او لوبه یې په شپږو ویکټو وګټله.
افغان لوبغاړو کې محمد نبي عیسی خېل، رحمت شاه او احمد شیرزاد ښه بالینګ وکړ، او درې واړو پخپلو وارونو د مالدیپ یو – یو لوبغاړی وسوځاوه.
محمد نبي عیسی خېل ۳۵ منډې، جاوید احمدي ۱۹، ګلبدین نایت ۳۵ مجیب الله ۲۲ او نوروز منګل بیا ۱۸ منډې وکړې.
دغه سیالۍ د روان اکتوبر په درېیمه په متحده عربي اماراتو کې د لسو ورځو لپاره پیل شوي دي.
په دې سیالیو کې ټول ټال لسو لوبډلو ګډون کړی دی، چې پر دوو برخو وېشل شوې دي.
افغانستان په الف ګروپ کې له بوتان، عمان، مالدیپ او مالیزیا سره لوبې کوي.
تر دې وړاندې افغان لوبې کړې، چې درې واړه یې ګټلې دي.
په تېره پنجشنبه (اکتوبر/ څلورمه) افغانستان عمان ته په ۷۴ منډو ماتې ورکړه.
او ترې وړاندې، په تېره چارشنبه (اکتوبر/درېیمه) افغانستان ماليزيا ته په ٣٦ منډو ماتې ورکړې وه، او تر هغه مخکې یې
افغانستان پر یکشبه (اکتوبر اوومه) له بوتان سره لوبه لري.












