
په افغان لوبډله کې افسر ځاځى او رحمت شاه نوي لوبغاړي وو.
د اسيا د کرېکټ شورا د غوره اتلوليو يا ايليټ کپ په لومړنۍ سيالۍ کې افغان لوبډلې ماليزيا ته په ٣٦ منډو ماتې ورکړه.
افغانستان د اسيا د کرېکټ شورا د غوره اتلوليو يا ايليټ کپ اتل دى او اوس له خپلې اتلولۍ په متحدو عربو اماراتو کې دفاع کوي.
افغان لوبډله په اې گروپ کې له عمان، بوتان او ماليزيا سره دي چې تر ټولو يې تجربه زياته ده.
خو په لومړۍ لوبه کې چې ماليزيا پچه وگټله او افغان لوبغاړو ته يې د منډو بلنه ورکړه، داسې ښکارېدل چې د نژدې مساوي لوبډلو ترمنځ سيالي روانه وي.
د ٤٠ منډو په لرلو لومړني دواړه افغان لوبغاړي، محمد شهزاد او کريم صادق وسوځېدل.
شهزاد ٢٠ او کريم ١٦ منډې کړې وې.
اصفر ستانکزي او نوروز منگل هم ډېر څه و نه کړل او په پرله پسې ډول په ١٤ او ٢٠ منډو ستانۀ شول.
سميع الله شينواري او محمد نبي د ٨٩ منډو ملگرتيا وکړه چې ور سره لوبه کابو شوه.
سميع ٥٦ او نبي ٤٦ منډې وکړې.
په افغان لوبډله کې افسر ځاځى او رحمت شاه نوي لوبغاړي وو.
افسر ځاځى چې ويکټ ساتونکى دى چټکې ٢٧ منډې وکړې او يو کېچ يې ونيوۀ.
رحمت شاه ناسوځېدلې ١٦ منډې درلودې خو په بالېنگ کې يې څوک ونه سوځول.
ماليزيا په خپلو ټاکلو ٥٠ اوورونو کې ١٩٨ منډې وکړې او شپږ لوبغاړي يې وسوځېدل چې درې گلبدين نايب او دوه محمد نبي وسوځول.
افغانستان لوبه وگټله خو له يوې تجربه لرونکې لوبډلې تر دې د لا ښې لوبې هيله کېده.
په همدې گروپ کې عمان بوتان ته لويه ماتې ورکړه.
په بي گروپ کې نيپال متحدو عربو اماراتو ته او هانگ کانگ سعودي ته په ماتې ورکولو وړاندې شو.
















