
په دې ډله ځوانانو کې هغه هم شامل دي چې په د دغې ناورغۍ له امله اغېزمن شوي دي.
سريلنکا کې د جنوبي افريقا د کرېکټ لوبډلو ستورو د لوبو پر مهال دې ته وخت بېل کړی چې د ايډز پر وړاندې د مبارزې له نړيوال کمپاين سره يوځاى شي.
په دې برخه کې ځانگړى پروگرام د کرېکټ شورا له لوري جوړ شوى او ملگري ملتونه غواړي چې له دغه پروگرام نه د ايډز پروړاندې د مبارزې په چاره کې کار واخلي.
د کولمبو په پریماداسا لوبغالي کې د ماسپښین په سختې ګرمۍ کې د سوېلي افریقا د کرېکټ له لوبغاړو سره هغه ډله ځوانان یوځای شول چې د اېچ ای وي او ایډز ناروغیو په هکله د خلکو د پوهاوي د زیاتولو لپاره په ۱۴۰ ښارګوټو کې کار کوي.
په دې ډله ځوانانو کې هغه هم شامل دي چې په د دغې ناورغۍ له امله اغېزمن شوي دي.
د سوېلې افریقا د کرېکټ لوبډلې وتلی ستوری الن ډانلیډ خپل د توپ اچولو ځیني تخنیکونه له ځوانانو سره شریکوي.
د الن ډانلیډ په څېر د سوېلي افریقا د لوبډلې نورو لوبغاړو هم نجونو او هلکانو ته ښوونې کړي چې څنګه سپورت ته پاملرنه وکړي په ځانګړې توګه کرېکټ ته، ځکه چې د کرېکټ له لارې کېدای شي په خلکو کې د اېچ ای وي او ایډز ناورغیو په اړه پوهاوی په اسانۍ زیات شي.
د همدې لپاره د پوهاوۍ په دې چاره کې د کرېکټ وتلي ستوري ښکېل کړای شوي دي.
د سوېلې افریقا توپ وهوونکی جي پي دومني وايي دا مهمه ده چې د اېچ ای وي او ایډز په اړه د نړۍ په هر ګوټ کې د خلکو پوهاوی زیات شي.
(دا څرګنده ده چې په خلکو کې د پوهاوي زیاتول ډېره مهمه ده. نه یوازې د اوسني نسل لپاره مهمه ده بلکې راتلونکي نسل ته هم مهمه ده. زه فکر کوم په دې چاره کې زموږ ښکېلول یو ښه نوښت دی.)
د اېچ ای وي او ایډز ناروغیو په اړه په سريلنکا کې یو تن ځوانه کمپاین کوونکې پبه دیشاپریا وایي د کرېکټ د لوبغاړو په مرسته د اېچ ای وي په اړه د خلکو پوهاوی په اسانۍ سره کیږي ځکه چې کرېکټ دلته ډېر خوښوونکي لري.
پبه دیشاپریا وايي تاسو کولای شئ چې د اېچ ای وي په اړه ځینې پیغامونه د لوبغاړو پر هلمټونو یا خولیو وليکئ او فکر کوم چې دا یوه ښه لار ده چې د اېچ ای وي ایډز په اړه د پوهاوي پېغام پرې خپور شي.















