
فواد احمد لیگ سپنر دى او د بالېنگ ډيل ډول يې ډېر د سويلي افريقا عمران طاهر ته ورته دي.
فواد احمد د ډيورنډ کرښې ته نژدې اوسېدۀ خو اوس يې په استراليا کې سياسي پناه اخيستې او د کرېکټ دومره ښه لوبغاړى دى چې ملي لوبډلې ورغوښتى چې تمرين ورسره وکړي.
احمد دوه کاله وړاندې استراليا ته په ويزه ورغى او هلته يې پناه واخيسته.
د دۀ د پناه قضيه لا څرگنده نه ده خو لوبه يې دومره د پام وړ وه چې د استراليا ملي لوبډلې ورغوښتى چې منډه جوړونکو ته يې بالېنگ وکړي.
فواد احمد لیگ سپنر دى او د بالېنگ ډيل ډول يې ډېر د سويلي افريقا عمران طاهر ته ورته دي.
عمران طاهر اصلآ د پاکستان اوسېدونکى و خو اوس د سويلي افريقا تابعيت لري او په ملي لوبډله کې يې لوبه کوي.
فواد احمد د سډني يوې ورځپاڼې ته وويل: " خوښ يم چې د استراليا ملي لوبډلې ته يې وربللى يم. دا د هغوى لپاره هم ښه ده او زما لپاره هم. زما ونه ، د توپ اچولو طريقه او د گوگلي ډول عمران طاهر ته ډېر ورته دي".
د استراليا د پيل يوۀ لوبغاړي ايډ کاوين له کريکټ چارواکو غوښتي و چې فواد احمد د تمرين ډگر ته پرېږدي چې لوبغاړي ورسره لوبه وکړي او چلونه يې زده کړي.
ايډ کاوين استراليايي رسنيو ته وويل: " که د خپلې مخالفې غاړې له يوۀ تکړه بالر سره تر سيالۍ وړاندې د لوبې چانس نه لرئ نو غوره دا ده چې هغه ورته کس پيدا کړئ"

















