د استراليا سيالۍ لپاره د افغانستان کريکټ لوبډله اعلان شوه

د خپريدو وخت: 16:19 گرینویچ - چارشنبه 22 اگست 2012 - 01 وږی 1391

د اسټرالیا سره لوبه د شنبې په ورځ د شارجې لوبغالي کې تر سره کېږي

د افغانستان او اسټرالیا تر منځ د کريکټ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې لپاره چې د شنبې په ورځ (۲۵م اګست) د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې تر سره کېږي د افغانستان کريکټ بورډ خپله لوبډله اعلان کړه.

دوه اوونۍ وړاندې د دې سیالۍ لپاره کريکټ بورډ ۲۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې وه. اوس د افغانستان کريکټ بورډ ټاکنیز کمیسیون خپله ۱۵ کسیزه لوبډله په ډاگه کړه.

د کريکټ بورډ چارواکي وايي په دغې ۲۵ کسیزه لوبډله کې یو شمېر هغو لوبغاړو ته چې په ولایتي سیالیو کې ښه ځلېدلي و ځای ورکړل شوی و.

له استرالیا سره د سیالۍ لپاره په غوره شوې لوبډله کې نوروز منګل کپتان، نبي عيسى خېل، کريم خان صادق، شهزاد محمدي، نور علي ځدراڼ، جاوېد احمدي، اصغر ستانکزى، نجيب الله ځدراڼ، ګلبدين نايب، سميع الله شينوارى، دولت ځدراڼ، شاهپور ځدراڼ، عزت الله دولتزى، رحمت شاه او محمد سميع اغا شامل دي

خو جاويد احمدي چې د ١٩ کلنو د لوبډلې کپتان دى د اگست په ٢٤ مه نېټه له سرېلنکا سره په نړيوالو اتلوليو کې لوبه لري، دغه راز نجيب الله ځدراڼ هم ورسره بوخت دى چې په دې دليل به د استراليا په لوبه کې گډون ونه کولاى شي.

له بي بي سي سره په خبرو کې حميد حسن شک ښوولى چې د استراليا لوبې ته ښايي چمتو نه وي

د افغانستان د کريکت د ملي لوبډلې پياوړى لوبغاړى او تېز توپ اچوونکى حميد حسن په دې لوبډله کې نه دی شامل شوى، دوه مياشتې له بي بي سي سره په خبرو کې حميد حسن شک ښوولى چې د استراليا لوبې ته ښايي چمتو نه وي .

حميد حسن تېر کال په متحده عربي اماراتو کې د انګلستان ملي لوبډلې پر ضد د يوې لوبې پر مهال ټپي شوى و خو د کريکټ بورډ په لګښت يې په لندن او اماراتو کې درملنه وشوه او هيله وه چې له اسټراليا سره په لوبه کې به ولوبېږي خو د کريکټ بورډ وياند نصرت الله وفا وايي ډاکټرانو هغه ته اجازه نه ده ورکړې چې په دې لوبه کې برخه واخلي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>