
دا لوبه د نهم او ١٠ دريځ لپاره نيمه پايلوبه وه، اوس به يې پايلوبه د سرېلنکا يا ايرلنډ ترمنځ د گټونکي ټيم سره کيږي.
د ١٢٦ منډو برى په روانو نړيوالو اتلوليو کې د افغانستان تر ټولو ستر برى و چې تر ډېره د کپتان جاويد احمدي د سليزې له امله ترلاسه شو.
جاويد احمدي کم سارې لوبه وکړه او ورسره نجيب الله ځدراڼ ښه ملا وتړله چې يوازې په ٥١ توپونو يې ٨١ منډې وکړې.
جاويد احمدي د څلورو شپږيزو او ١٧ څلوريزو يوازې په ١١١ توپونو ١٢٦ منډې وکړې او د پچې تر تلو وروسته يې ښه بنسټ کېښود.
په روانو نړيوالو اتلوليو کې تر ډېره د افغانستان منډه جوړونکي ناکامه شوي دي خو جاويد احمدي، نجيب الله ځدراڼ او افسر خان ځاځى ځلېدلي چې دا ځل هم همدا درې لوبغاړي تر نورو مخته وو.
د افغانستان د بالېنگ په برخه کې سيد شيرزاد چې تر نورو ټولو بالرانو يې ډېر کسان سوځولي دا ځل هم دوه د سر لوبغاړي وسوځول او سکاتلند ته يې د ٢٣٧ منډو هدف ناشونى کړ.
افتاب عالم درې او يامين احمدزي دوه لوبغاړي وسوځول.
دا لوبه د نهم او ١٠ دريځ لپاره نيمه پايلوبه وه، اوس به يې پايلوبه د سرېلنکا يا ايرلنډ ترمنځ د گټونکي ټيم سره کيږي.
نهم يا لسم دريځ په دې د پام وړ دى چې تېر ځل افغانستان په نړيوالواتلوليو کې ١٢ نمبر اخيستى و.
په دغو نړيوالو اتلوليو کې د نړۍ د سترو کريکټ هېوادونو لوبډلې شته او گټل په کې کم تجربې لوبغاړو ته اسانه نه دي.
که افغان لوبغاړي په نهم او ١٠ دريځ کې هر يو خپل کړي د پام وړ دى او ښايي په دغه ځوانه لوبډله کې د ځينو لوبغاړو لوبه د افغانستان د کريکټ بورډ چارواکو ته د خوښۍ وړ وي.












