د افغانستان د کريکټ ١٩ کلنه لوبډله په ماليزيا کې

د افغانستان د کريکټ ١٩ کلنه لوبډله په ماليزيا کې د اسيايي اتلوليو لپاره په لوبو بوخته ده. دوى د بنگله دېش پياوړې لوبډلې ته په ماتې ورکولو نيمه پايلوبو ته لار موندلې ده، دلته يې ځينې عکسونه وينئ.

بنگله ديش د کريکټ په ١٠ هغو هېوادونو کې دى چې د پنځه ورځنيو يا ټسټ لوبو حق لري او خورا پياوړې ده خو افغان ١٩ کلنو لوبغاړو خپلو بنگالي سيالانو ته ښه ماتې ورکړه او خپل برى يې ولمانځۀ
د عکس تشریح، بنگله ديش د کريکټ په ١٠ هغو هېوادونو کې دى چې د پنځه ورځنيو يا ټسټ لوبو حق لري او خورا پياوړې ده خو افغان ١٩ کلنو لوبغاړو خپلو بنگالي سيالانو ته ښه ماتې ورکړه او خپل برى يې ولمانځۀ
جاويد احمدي د افغانستان د ١٩ کلنو د لوبډلې کپتان دى، له بنگله دېش سره دۀ ٧١ منډې وکړې او درې لوبغاړي يې وسوځول.
د عکس تشریح، جاويد احمدي د افغانستان د ١٩ کلنو د لوبډلې کپتان دى، له بنگله دېش سره دۀ ٧١ منډې وکړې او درې لوبغاړي يې وسوځول.
له بري وروسته افغان لوبغاړي هسکه غړۍ گرځېدل
د عکس تشریح، له بري وروسته افغان لوبغاړي هسکه غړۍ گرځېدل
افغان لوبغاړي ډاډه دي چې په نيمه پايلوبه کې به له پاکستان سره هم ښه لوبه کوي
د عکس تشریح، افغان لوبغاړي ډاډه دي چې په نيمه پايلوبه کې به له پاکستان سره هم ښه لوبه کوي
په اسيايي اتلوليو کې افغان لوبغاړي تر اوسه ځلېدلي او د چارواکو له خوا منل شوي دي
د عکس تشریح، په اسيايي اتلوليو کې افغان لوبغاړي تر اوسه ځلېدلي او د چارواکو له خوا منل شوي دي
تر هرې لوبې وړاندې او وروسته افغان لوبغاړي د لوبې پر پلان او د خپلو پلانونو پر بېلا بېلو اړخونو په خپلو کې غور کوي
د عکس تشریح، تر هرې لوبې وړاندې او وروسته افغان لوبغاړي د لوبې پر پلان او د خپلو پلانونو پر بېلا بېلو اړخونو په خپلو کې غور کوي
تر لوبې وروسته له خپلو سيالانو سره روغبړ او يو بل ته ښه بخت غوښتنه د لوبې له دودونو څخه ده
د عکس تشریح، تر لوبې وروسته له خپلو سيالانو سره روغبړ او يو بل ته ښه بخت غوښتنه د لوبې له دودونو څخه ده
افغان لوبغاړي هرې لوبې ته ښه تمرين کوي او نه غواړي چې له فزيکي پلوه کمزورې وبرېښي
د عکس تشریح، افغان لوبغاړي هرې لوبې ته ښه تمرين کوي او نه غواړي چې له فزيکي پلوه کمزورې وبرېښي