
له ۲۰۰۹ کال راهیسې د پاکستان د کريکټ لوبډلې خپلې ټولې سیالۍ له هېواده بهر په دوبۍ او نورو ځایونو کې کړې دي.
نن او سبا (شنبه-یکشنبه/ اکتوبر ۲۰-۲۱) د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کریکټ د وتلو لوبغاړو لوبډله د پاکستان له لوبډلې سره سیالۍ کوي.
دا په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د سري لنکا پر لوبډلې په پاکستان کې له برید وروسته لومړی ځل دی چې د سوېلي افریقا او سري لنکا د کريکټ لوبغاړي پاکستان ته تللې او دغلته د شلو شلو اورونو په سیالیو کې ګډون کوي.
که څه هم دې سیالیو ته د لوبو د اړوندې ادارې له خوا رسمیت نه دی ورکړل شوی، خو پاکستان هیله من دی چې له دې سره به د کرېکټ د نړیوالې شورا چارواکي قانع کړي چې پاکستان د بشپړو نړیوالو سیالیو لپاره خوندي دی.
له ۲۰۰۹ کال راهیسې د پاکستان د کريکټ لوبډلې خپلې ټولې سیالۍ له هېواده بهر په دوبۍ او نورو ځایونو کې کړې دي.
په کراچۍ کې د نن او سبا ورځې کريکټ سیالیو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د سند ایالت حکومت پنځه زره پولیس د لوبغاړو او هغو ځایونو د امنیت لپاره ګومارلي چې د کريکټ سیالۍ په کې ترسره کېږي.
خو د کريکټ ګڼو مینه والو ویلي چې د پاکستان امنیتي حالاتو ته په کتو سره ګومان نه کوي چې دا سیالۍ وشي.
د پاکستان د کريکټ بورډ هم له دې لوبو ځان په څنګ کړی او لوبغاړي یې پرېښي، چې دا سیالۍ ترسره او تنظيم کړي.
په دې غیر رسمي سیالیو کې د پاکستان د لوبډلې مشري شاهد اپریدی کوي او په نړیوال ټیم کې د افغانستان، ویسټ انډیز، سویلي افریقا او سري لنکا لوبغاړي شامل دي.












