افغان والیبال لوبډله د اسیایي لوبو لپاره چین ته ولاړه

د عکس سرچینه،
د افغانستان د واليبال ملي لوبډله تير ماښام پۀ يو لړ اسيايي سياليو کې د گډون په موخه چين ته ولېږېده.
په دغو سياليو کې د افغانستان په گډون د ١٧ اسيايي هېوادونو لوبډلې گډون لري.
دا سيالۍ وړمه ورځ پيل شوي دي او ټاکل شوې ده چې د جولای مياشتې تر لسمې نېټې پورې روانې پاتې شي.
د افغانستان د اولمپيک د ملي کميټې د رسنيو د برخې مشر عارف پيمان پر دې اړه بي بي سي ته وویل:
''دغه سیالي د جون په ۲۹ پیل او د جولای تر لسمې پورې دوام کوي. په دې سیالیو کې د اسیايي هېوادونو ۱۷ لوبډلې ګډون لري.''
ښاغلی پیمان زیاتوي، چې له افغانستانه یې دغو سیالیو ته ۱۲ لوبغاړي، درې روزونکي او دوه د پلاوي غړي ورلېږلي دي.
په روزونکو کې یو د نړیوال فدراسیون له خوا ټاکل شوی کس دی، چې افغانستان کې یې دوه اوونیزه سپورتي سمینار درلود.
افغانستان په تېرو څو کالو کې د سپورت په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی.
اوس مهال په دغه هېواد کې د نجونو سپورتي ډلې هم شته.








