تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نوین الحق: چا ته سپکه نه وایم او نه سپکه زغمم
د افغانستان ځوان تېز بالر نوین الحق چې اوس په انګلنډ کې له لېسټر سره په شل اوریزو سیالیو کې لوبېږي د هغې پېښې په اړه په لومړي ځل خبرې وکړې چې د هند په مخکښ شل اوریز لیګ کې د ده او د هند د مخکیني کپتان وېراټ کوهلي ترمنځ وشوه.
نوین الحق وایي دی چا ته سپکه خبره نه کوي خو که سپکه واوري ورغبرګوي یې او دې ته نه ګوري چې مقابل لوری یې تجربه لرونکی لوبغاړی دی که زلمی دی.
له بي بي سي پښتو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې نوین الحق وویل د هندي نندارچیانو له لورې تر هغې پېښې وروسته چیغو دی لا هوډمن کړ چې ښه لوبه وکړي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې که په راتلونکي کې هم له دغه ډول حالت سره مخامخ شي دی به غلی پاته شي که به ورته غبرګون وښيي نوین الحق وویل ده له ۱۶ کلنۍ دغه ډول لوبه کړې چې درناوی باید له دواړو لوریو وي.
نوین الحق د روان کال په اسیايي جام او نړیوال کپ کې، چې یو ورځنۍ لوبې به وي، د خپل ګډون لپاره چمتووالی وښود خو زیاته یې کړه چې دی د لوبډلمشر، روزونکي او د غوراوي د کمېټې درناوی کوي.
نوین الحق د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې کپتان و چې اسیایي جام یې وګاټه او په لومړي ځل یې د نړیوال جام تر نیمه پایلوبو لوبډله ورسوله.
دی وايي د ژوند تر ټولو ښه لوبیزه ورځ یې هغه وه چې په مالیزیا کې یې د ۱۹ کلنو لوبغاړو په اسیایي جام کې پاکستان ته په پایلوبه کې ماته ورکړه.
نوین الحق په دې اوږده مرکه کې له لوبیز ژوند وروسته تګلارو باندې هم غږېدلی دی او د نړۍ د مخکښو لیګونو په اړه یې هم نظر ورکړی دی.
دغه مرکه سبا سې شنبه د جون ۱۳ مه د بي بي سي پر پښتو تلویزیون، او بشپړه بڼه یې وروسته پر بي بي سي پښتو ټولنيزو رسنیو خپرېدونکې ده.