تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبې ته غبرګونونه؛ مبارکۍ او دعاوې
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د خواله رسنیو خورا ګڼ شمېر افغان کاروونکو په خورا پراخه کچه د پاکستان لوبډلې پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې لومړنۍ بریا ستاینه کړې او لوبډلې ته یې مبارکي ورکړي.
تېره شپه په شارجه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د شل اوريزو لوبو د لړۍ لومړۍ سيالۍ کې افغانستان پاکستان ته په لومړي ځل ماته ورکړه.
په افغانستان کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مخکیني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم ملي لوبډلې ته د مبارکۍ تر څنګ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''ملي لوبډلې ته د لا ډېرو بریاوو هیله کووم. ''
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتېن بیا د افغان ملي لوبډلې بریا مبارکۍ تر څنګ په افغانستان کې د ښځو زدکړو او کار اجازې د زېري اورېدو دعا کوي.
په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان بیا د افغان لوبډلې ستایلو او دوی ته د بریا مبارکۍ تر څنګ لیکلي: ''کرېکټ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو یوه پیاوړې وسیله ده. ''
په افغانستان کې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني بیا سپورت د ملتونو تر منځ د ''ډیالوګ او اړیکې متمدنه ژبه '' بولي.
نوموړی په یوه ټویټر پیغام کې زیاتوي: ''نن شپه د دواړو ټیمونو د «بالېنګ فارمټ» جذاب و. ټولو ته دې د کرېکټ د سیریز د پیل (او لومړنۍ) بریا مبارکه وي.
لیکوال او د چارو شنونکي عصمت قانع د افغانستان د بريا په هکله د خوښي څرګندولو تر څنګ پر ټویټر پاڼه لیکلي: ''خداى مو دي ديوې بلې بريا جوګه کړي چې دغه کپ يې تر لاسه کړو، ځکه دوې نورې لوبې هم په مخ کې دي. ''
ښاغلی قانع زیاتوي: ''کرکټ د وصل لوبه ده، نه د فصل، له کرکو او نفرتونو مو ليرې، ساتي د لوبې فرهنګ دا دى چې لوبه يې وګڼو. ''
انځورګر حمدالله ارباب بیا د دې بریا په مناسبت پر ټویټر یو ویډيويي کلیپ خپور کړی، چې نوموړی پکې داسې حال کې لیدل کېږي چې د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ یې پر اوږو پروت او اتڼ کوي.
خپله افغان لوبغاړو هم پر خواله رسنیو د دې بریا په هکله غبرګون څرګند کړی. محمد نبي چې په بیګانۍ لوبه کې یې جووت رول درلود، ټولو ته د مبارکۍ تر څنګ له خلکو غوښتي چې په راتلونکو لوبو کې هم د لوبډلې د بریا لپاره دعا وکړي.
د بیګانۍ لوبې په هکله د پاکستان کرېکټ لوبډلې مینه والو هم پراخ غبرګون څرګند کړی او تبصرې یې کړې دي.
احتشام ریاض نومي یوه ټویټر کارن لیکلي: اوس ځینې خلک پوهېږي چې د پاکستان لوبډلې اوپنرانو بابر او رضوان ولې لوبه سوکه پیلوله، پاکستان لوبډله له دې دوو لوبغاړو پرته هېڅ نه ده. ''
یوه بل کارن لیکلي: ''د بابر او رضوان له کبله موږ د لومړنیو وېکټو په ژر بایلود نه وو روږدي شوي، دوی زموږ معیار لوړ کړی و. ''
فرحان سکندر نومي کارن لیکلي: ''نویو هلکانو ته د بابر اعظم او رضوان بدیل ویلو سره دوی د تمې او توقع تر بار مه لاندې کوئ، د بابر او رضوان ځای نیولو (مشورې) پر ځای زلمیان پرېږدئ چې خپل ځای جوړ کړی، که نه دوی به و نه توانېږي خپله وړتیا سمه وښيي. ''
یو بل کارن بیا لیکلي: ''د پي اېس ایل 'پاکستان سوپر لیګ ' زمریان په شارجه کې په ګونډو شول. ''