تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان سوپر لیګ دویم پړاو؛ لاهور له ملتان، پېښور زلمي له اسلام اباد سره مخ دي
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
د پاکستان کرېکټ سوپرلیګ اتم پړاو کرېکټ سیالیو لومړۍ ۳۰ لوبې چې ټولې شپږ لوبډلې د یوه بل پر وړاندې سره مخ وې تېره یکشنبه پای ته ورسېد او سر له سبا 'چارشنبې' څلور مخکښې لوبډلې پای لوبې ته درسیدو لپاره سره لوبیږي.
د دغې پړاو وروستۍ لوبې د یکشنبې په ورځ وې.
د (مارچ ۱۲) ۲۹مه لوبه چې په راولپنډۍ کې کېده پکې پېښور زلمو اسلام اباد یونايټېډ ته د ۱۳منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د لومړي پړاو وروستۍ '۳۰مه' لوبه بیا د لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز تر منځ په لاهور کې وشوه، دا لوبه کراچۍ کېنګز چې وار له مخه له مخکې تګه پاتې په لوی توپیر وګټله.
په دغې وروستۍ لوبه کې د لاهور قلندرز به ګټه لوبیدونکی افغان لوبډلمشر راشدخان د برسېرن ټپي کېدو له کبله له لوبې ناسوځیدلی ووت.
وروسته لاهور قلندرز د راشد خان د روغتیا ډاډ ورکړ او د دغې ټيم لخوا په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې نوموړی د نورو لوبغاړو سره ګرځي.
دا سیالۍ چې د فبرورۍ له ۱۳مې پیل شوې دا مهال یې څلور لوبډلې بل پړاو 'اېلمېنټر' ته وتلي.
د پي اېس اېل پاتې سیالۍ
د پاکستان سوپر لیګ اتم پړاو نیمه پایلوبې ته د لاهور قلندرز، اسلام اباد یونايټېډ، پېښور زلمو او ملتان سلطانز لوبډلې وتلې.
پاتې دوه لوبډلې ' کراچۍ کېنګز او کوټه ګلېډېټرز' د ډېرو ماتو له کبله له مخکې تګه پاتې او د جدول په وروستیو کې ځای لري.
کراچۍ کېنګز په پلان شویو لسو لوبو کې یوازې دری لوبې وګټلې او کوټې هم له لسو ۷ هغه بایللي دا لوبډله سږ کال له ډېرو ماتو سره د جدول په اخر کې راغلې.
د څلور غوره لوبډلو تر منځ پای لوبې ته د رسیدو لپاره ۳ سیالۍ سر له سبا 'چارشنبې' ورځې پیلیږي.
په لومړۍ نیمه پایلوبه کې لاهور قلندرز د ملتان سلطانز پر وړاندې د لوبې ډګر ته کوزیږي.
دویمه لوبه د پنجشنبې په ورځ د اسلام اباد یونايټډېډ او پېښور زلمو تر منځ ده چې دواړه یې لږ تر لږه دوه دوه افغان لوبغاړي لري.
د دوی له منځه پېښور زلمي هغه لوبډله ده چې تر اوسه د پي اېس اېل په ټول ۸ لیګونو کې نیمه پایلوبې ته ځان رسوي.
په پلان کې ده چې د دغو سیالیو پایلوبه هم د راتلونکي یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۹مه) لاهور کې وشي.
پاتې ټولې سیالۍ په لاهور کې کیږي.
په پاتې لوبډلو کې کوم افغان لوبغاړي له یوه بل سره مخ دي؟
لاهور قلندرز لوبډله چې افغان لوبډلمشر راشد خان یې هم مهمه برخه ده تر دې د مه تر ټولو له ډېرو بریاوو سره د جدول په سر کې ده.
دغې لوبډلې چې تېر کال یې هم د پي اېس اېل اتلولي ګټلي وه له ټولو لسو لوبو ۷ هغه یې ګتلي او یو ځل بیا یې د اتلولی هیلې ژوندۍ ساتلي.
مجیب الرحمان او عظمت الله عمرزی د پېښور زلمو، فضل حق فاروقي او رحمان الله ګوربز د اسلام اباد یوناېټېډ له لوبډلې سره لوبېږي چې تر ډېره لوبو کې ونډه ورکول کېږي. بل افغان لوبغاړی اظهار الحق هم د ملتان سلطانز لوبډلې اخیستی دی.
له افغان ورو توپ اچونکي راشد خان ور ها خوا چې لاهور قلندرز ته ډېر ارزښت لري فضل حق فاروقي په چټک توپ اچولو کې د اسلام اباد یونایټېډ د سر لوبغاړی دی او تر ډېره ورته ګټور تمام شوی.
افغان لوبغاړو د ښو لوبو له کبله ځینې لوبې خپلو لوبډلو ته وګټلې. فضل حق فاروقي، راشد خان او نجیب الله ځدراڼ خو بیا پکې لږ تر لږه یو یو ځل د لوبو غوره لوبغاړي هم ونومول شول.
وبه کتل شي چې په نیمه پایلوبه کې کومې لوبډلې ښې ځلیږي او څوک د اتم پړاو دغو سوداګریزو سیالیو اتلولي ګټي.