تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: د ۲۰۲۳ کال د نړیوال یو ورځني جام د غوراوي لار
- Author, ایمل پسرلی
- دنده, بي بي سي
په هند کې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر او نومبر کې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د غوراوي په سیالیو کې افغانستان خپل دریځ پیاوړی کړی دی او د سوپر لیګ له لارې یې په ترلاسه کړیو ۱۱۰ پوانیټونو لږ تر لږه اتم دریځ ټینګ کړی دی چې جام ته د رسېدو لپاره پکار و.
د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوال جام کې به ۱۰ هېوادونه برخه اخلي. هند د کوربه هېواد په توګه وار دمخه ځای موندلی دی.
پاتې نهو هېوادونو کې به اووه د نړیوال سوپر لیګ له لارې ټاکل کېږي او دوه نور به د غوراوي له یوه بل پړاوه لار مومي.
د سوپر لیګ لوبې
د کرېکټ د نړیوالې شورا ۱۲ دایمي غړي او نېدرلنډز چې د دویمې درجې لوبډلې سیالۍ یې ګټلې وې د کرېکټ د نړیوال جام په سوپر لیګ سیالیو کې ځای شوي دي.
دلته به هره لوبډله څلور لوبلړۍ په خپل کور او څلور له کوره بهر کوي. خو ټولې لوبډلې له یوه بل سره نه مخامخېږي. د ساري په توګه افغانستان له انګلنډ، سویلي افریقا، نیوزیلنډ او ویسټ انډیز سره لوبې نه لري.
د هرې لوبې په ګټلو لوبډله ۱۰ پواینټونه ترلاسه کوي. که لوبه د باران له امله ونه شوه هره لوبډله پنځه پوایڼتونه اخلي. که د منډو له مخې هم مساوي شوه بیا به هم لوبډلې پواینټونه سره وېشي.
که کومې لوبډلې په ټاکلي وخت کې اوورونه ونه کړل نو په هر ناوخته شوي اوور یو پواینټ ترې کمېږي.
د ۲۰۲۳ کال په مې کې به د سوپر لیګ سیالۍ بشپړې شي. هغه وخت به د پواینټونو له مخې د سر اووه لوبډلې او هند نړیوال جام کې ځای ومومي او پاتې پنځه لوبډلې به د دویمې درجې له درو نورو هېوادونو سره بخت ازمويي او د سر دوه لوبډلې به یې نړیوال جام ته غوره کېږي.
له سوپر لیګ نه د افغانستان تمه
افغانستان په خپل کور کې له ایرلنډ، نېدرلنډز، پاکستان او اسټرالیا سره او له کوره بهر له بنګله دېش، زمبابوې، شري لنکا او هند سره لوبې لري.
د ۲۰۲۲ کال د نومبر تر میاشتې افغانستان څلور لوبلړۍ کړي چې ایرلنډ، نېدرلنډز او زمبابوې ته یې په ټولو لوبو کې ماتې ورکړه او له بنګله دېش نه یې دوې وبایللې او یوه یې ترې وګټله. پنځمه لوبلړۍ یې له شري لنکا سره روانه ده چې لومړنۍ لوبه پکې افغانستان وګټله.
افغان بالرانو پر وخت خپل اوورونه تر اوسه کړي او په دې توګه یې ټول پواینټونه ۱۱۰ شول.
که په پاتې ۱۱ لوبو کې چې له هند، پاکستان، اسټرالیا او شري لنکا سره دي، افغانستان لوبې ونه ګټي بیا هم د نورو لوبډلو پایلو ته په پام افغان لوبغاړي نړیوال جام ته رسېدلی شي.
د چا کومې لوبې پاتې دي؟
- افغانستان له اسټرالیا، هند، پاکستان او له شري لنکا سره دوې نورې لوبې چې د نومبر په ۲۷ او ۲۹ مه نېټه کېږي
- بنګله دیش له ایرلنډ او انګلنډ سره
- انګلنډ له نېدرلندز، بنګله دیش، جنوبي افریقا سره
- ویسټ انډیز ټولې لوبې کړي او یوازې ۸۸ پواینټونه لري چې تر افغانستان شاته پاتې دي.
- هند له افغانستان، نیوزیلنډ، زمبابوې سره
- اسټرالیا له افغانستان او زمبابوې سره، جنوبي افریقا پر خپل کور د شل اووریز لیګ لپاره له استرالیا سره لوبلړۍ فسخه کړه چې په دې ډول استرالیا ۳۰ پواینټونه بې له کومې لوبې ګتلو ترلاسه کړل.
- پاکستان له نیوزیلنډ او افغانستان سره
- ایرلند له بنګله دېش سره
- شري لنکا له نیوزیلنډ او دوې نورې لوبې له افغانستان سره
- نیوزیلنډ له شري لنکا، پاکستان او هند سره
- جنوبي افریقا له انګلنډ او دوې لوبې له نېدرلنډز سره
- زمبابوې له نیدرلنډز سره
- نېدرلنډز دوې لوبې له جنوبي افریقا سره او زمبابوې پر وړاندې
کوم هېوادونه کمزوري دریځ کې دي؟
د ۲۰۲۲ کال د نومبر تر میاشتې د افغانستان په ګډون اووه لوبډلې له ۱۱۰ ډېر پواینټونه لري او په دې توګه یې دریځ پیاوړی دی. په دوی کې کوربه هېواد هند هم دی چې بې له کوم پواینټه هم د کوربه هېواد په توګه په نړیوال جام کې ځای لري.
د افغانستان اوسنیو ۱۱۰ پواینټونو څخه یوازې شري لنکا په دې شرط مخته کېدای شي چې له افغانستان سره د لړۍ پاتې دوې لوبې او په نیوزیلنډ کې درې لوبې وګټي، د بالېنګ پر وخت یې اوورونه په ټاکلي وخت کې وشي چې پواینټونه یې کم نه شي. په دغه حالت کې به د شري لنکا پواینټونه ۱۱۲ شي.
خو افغانستان به له شري لنکا سره له پاتې دوو لوبو ورهاخوا له استرالیا، هند او پاکستان سره هم نهه نورې لوبې لري چې په هغو کې که یوه هم وګټي شري لنکا ترې نه شي مخته کېدای. خو حتی که شري لنکا ترې مخته هم شي بیا به هم افغانستان په جدول کې اتم دریځ لري چې نړیوال جام ته د رسېدو لپاره کافي دی.
پاتې لوبډلې کومې دي او څرنګه نړیوال جام ته لار موندلی شي؟
د اوس لپاره په اتم دریځ کې: ویست انډیز ۸۸ پواینټونه لري خو ټولې لوبې یې کړي دي نو دوی یوازې په هغه حالت کې نړیوال جام ته لار موندلی شي چې ایرلنډ، شري لنکا او سویلي افریقا تر ۸۸ ډېر پواینټونه ونه مومي.
نهم دریځ کې: ایرلنډ په ۲۱ لوبو کې ۶۸ پواینټونه لري که خپلې پاتې درې سره لوبې وګټي ټول ټال به یې ۹۸ امتیازونه شي، دوی به تر ویسټ انډیز وړاندې شي خو د شري لنکا او جنوبي افریقا ماتې ورته پکار دي چې تر دوی وړاندې نه شي.
لسم دریځ کې: شري لنکا په ۱۹ لوبو کې ۶۲ پوانیټونه لري، دوی که خپلې پاتې ټولې پنځه سره لوبې هم ګټي نو پواینټونه به یې ۱۱۲ شي، که افغانستان په خپلو پاتې ۱۱ لوبو کې کومه یوه ونه ګټله نو شري لنکا اووم دریځ خپلولی شي.
یولسم دریځ کې: جنوبي افریقا، په ۱۶ لوبو کې ۵۹ پواینټونه لري، د دوی په پاتې اتو لوبو کې درې له استرالیا سره دي چې د خپل شل اووریز لیګ لپاره یې نه ورسره کوي نو په هغو کې پواینټونه نه مومي، پاتې پنځه لوبې یې درې له انګلنډ او دوې له نېدرلنډز سره دي که ټولې پنځه سره وګټي نو ۱۰۹ پواینټونه به یې شي ، دوی بیا په دې حالت کې چې شري لنکا له خپلو پاتې پنځو لوبو لږ تر لږه دوې وبایلي مخامخ نړیوال جام ته لار موندلی شي.
دولسم دریځ او دیارلسم دریځ کې زمبابوې او نیدرلنډز دي چې که پاتې لوبې وګټې نو ۷۵ او ۶۵ پواینټونه مومي چې کافي نه دي.
نړیوال جام ته له مخامخ رسېدلو اتو لوبډلو ورهاخوا پاتې پنځه هېوادونه به له ځینو نورو غوره شویو لوبډلو سره په زمبابوې کې بخت ازمویي چې د ۲۰۲۳ کال پاتې دوه دریځونه خپل کړي.