تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ نړیوال جام: افغانستان شري لنکا ته لوبه په شپږ وېکټو بایلوده
- Author, حمید قیومي
- دنده, بي بي سي
د کرېکټ شل اوریزو نړیوال جام سیالیو نننۍ لوبه کې شري لنکا افغانستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.
افغان کرېکټ لوبډلې شري لنکا ته په دې برخلیک ټاکونکې لوبه د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه، خو شري لنکا لوبډلې دا هدف په داسې حال کې پوره کړ چې ۱۱ توپونه یې لا پاتې وو.
افغانستان په ننۍ لوبه کې اته لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، خو شري لنکا لوبډلې د څلورو وېکټو په زیان ورکړل شوی هدف بشپړ کړ.
نننۍ لوبه کې د افغانستان پیل محتاط وو. رحمان الله ګربز او عثمان غني د پیل په شپږو اورونو کې په ډېر احتیاط ولوبېدل او د افغانستان د منډو جوړولو اوسط یا رن رېټ هم ښه وو.
رحمان الله ګربز په ۲۸ او عثمان په ۲۷ منډو وسوځېدل او ورسره د افغانستان د منډو لړۍ یو څه ټکنۍ شوه.
ابراهیم ځدران ښکلی بیټېنګ کاوه خو دی د ۲۲ منډو له جوړولو وروسته د لهیرو کمارا په توپ وسوځېد.
د افغانستان ټاکلی هدف ډېر ښه نه وو او پېچ ته په کتو داسې ښکاريده چې بیټېنګ یا توپ وهنې لپاره مناسب دی. افغان لوبډله ښايي فکر کړی و چې له لسو تر پنځلسو منډې یې کمې کړې.
شري لنکا له بل اړخه خورا تکړه توپ وهونکي لري. دوی د اسیا کپ سیالیو پر مهال د افغانستان نژدې ۱۸۰ هدف په خورا اسانۍ پوره کړی وو.
برخلیک ټاکونکې لوبه
د افغانستان تېرې دوه لوبې چې مېلبورن کې د ایرلنډ او نیوزیلنډ پر وړاندې وې، د باران له کبله لغوه شوې او افغانستان یې یوازې یوه یوه نمره ترلاسه کړه.
شري لنکا او افغانستان تر دې وړاندې دریو نړیوالو شل اووریزو لوبو کې سره مخامخ شوي چې دوه یې شریلنکا ګټلي او یوه لوبه کې افغان لوبډله بریالۍ شوې.
افغانستان او باران
مېلبورن کې چې د افغانستان دوه لوبې وې دواړه د باران له امله لغوه شوې.
نن دلته برېزبېن ښار کې هم له سهار راهیسې باران ورېږي او د ورځې په اوږدو کې د ورښت اټکل شوی و.
برېزبېن کې تېره یوه اوونۍ اسمان شین او لمر وو. له نن ورهاخوا راتلونکې یوه اوونۍ هم خبره همداسې ده، د شین اسمان او ښې ګرمۍ اټکل شوی.
د نن ورځې دویمه لوبه چې د انګلنډ او نیوزیلنډ تر منځ ده، د هغې لپاره د ورښت اټکل نشته او ښايي پرته له کومې ستونزې بشپړه لوبه وشي.
افغان لوبډله کې بدلون
د افغانستان د پیل توپ وهونکی حضرت الله ځاځی څو ورځې وړاندې د تمرین پر مهال ټپي شوی و. دی به د افغانستان په راتلونکو لوبو کې نه وي او پر ځای یې ګلبدین نایب افغان لوبډلې ته وراضافه شوی.
ګلبدین نایب د افغانستان په احتیاطي لوبغاړو کې و او تېره ورځ یې په ځانګړي ډول د بیټېنګ برخه کې ډېر تمرین وکړ. د دې امکان شته چې دی په ننۍ لوبه کې ولوبېږي.