تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ نړیوال جام؛ پاکستان نیدرلنډ ته ماته ورکړه
په اسټرالیا کې د کرېکټ نړیوال جام سیالو کې پاکستان نیدرلنډ ته ماتې ورکړه او دا یې په دغه جام کې لومړنۍ بریا شوه.
په دغه لوبه کې نیدرلنډ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو پاکستان ته ۹۲ منډې هدف وټاکه. خو پاکستان دغه هدف په اسانۍ د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پور کړ او لوبه یې وګټله.
شاداب خان د نیدرلنډ درې لوبغاړي او محمد وسیم بیا دوه لوبغاړي وسوځول.
د نیدرلنډ لوبغاړي په چټکۍ وسوځېدل او په توپوهنه کې ښه نه وو. د نیدرلنډ اتو لوبغاړو کې هېڅ یوه یې هم له لسو ډېرې منډې ونه کړې.
په پاکستاني لوري کې بیا محمد رضوان تر ټولو ښې منډې وکړې.
پاکستان له دې وړاندې دوه لوبې سر په سر بیللې وې او بل پړاو ته یې د تللو فرصت کم ښکاري.
د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم له د غې سیالۍ وروسته وویل، د لوبې په ګټلو خوښ دی خو وايي باید له پیاوړو لوبډلو سیالي وګټي.
د نړیوال جام په یوه بله په زړه پورې لوبه کې بنګله دېش زمبابوې ته په لږ توپیر ماتې ور کړه.