تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محمد نبي: د باران یوه نمره نه، نړیوال جام کې ځلېدل غواړو
- Author, حمید قیومي
- دنده, بي بي سي
د کرېکټ روان نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان ملي لوبډلې دوو پرله پسې لوبو لغوه کېدو د کرېکټ پر مینه وال سربېره افغان لوبغاړي هم مایوسه کړي دي.
افغان لوبډلمشر محمد نبي راته ایرلنډ سره د لوبې تر لغوه کېدو وروسته وویل چې لوبغاړو یې میاشتې میاشتې تمرین کړی چې د نړیوال جام لوبو ته ځانونه چمتو کړي، او دا خواشینوونکې ده چې باران یې د لوبو مخه ونیسي.
نورو افغان لوبغاړو سره چې هم غږېدلی یم نو تر ډېره یې دې ته اشاره کوله چې ګواکې افغان لوبډله د اسټرالیا، نیوزیلنډ او انګلنډ په څېر پیاوړو لوبډلو سره د لوبېدو ډېر کم فرصت مومي او یوازې نړیوال جام وي چې دوی سره پکې مخامخېږي.
لوبډلمشر محمد نبي له پیاوړو لوبډلو سره د لوبېدو تجربه د افغان کرېکټ پرمختګ لپاره مهمه بولي.
دی وايي: "مهمه ده چې موږ د اسټرالیا او نیوزیلنډ په څېر لوبډلو سره ولوبېږو چې لوبغاړي مو تجربه ترلاسه کړي او زموږ او د نورو پیاوړ لوبډلو تر منځ د وړتیا او تجربې دا واټن راکم شي. زموږ لوبغاړي غواړی ولوبېږي او وځلېږي، همدې لپاره یې خوارۍ ګاللي نو د باران له امله یوې نمرې باندې نه یو خوشاله ځکه کولی مو شول لږترلږه ایرلنډ مات کړو او دوه پواینټه واخلو".
افغانستان د نړیوال جام له پیل وړاندې په نړیوالو شل اوره لوبو کې نیوزیلنډ سره یوازې یو ځل لوبېدلی وو چې هغه لوبه نیوزیلنډ ګټلې وه.
انګلنډ سره یې تر سږني نړیوال جام وړاندې دوه لوبې کړې وې چې یوه یې د ۲۰۱۲ شل اووریز نړیوال جام او بله یې هم د ۲۰۱۶ شل اووریز نړیوال جام کې وه. هغه دواړه لوبې انګلنډ ګټلې دي.
اسټرالیا سره یې نړیوالو شل اووریزو سیالیو کې هېڅ لوبه نه ده کړې. افغان لوبډله شري لنکا سره درې ځله مخامخ شوې چې یوه لوبه کې افغانستان او دوو کې شري لنکا بریالۍ وه.
خو افغان لوبډلې ایرلنډ، زمبابوې او بنګله دېش سره ډېرې شل اووره لوبې کړې او همدا لامل دی چې په دغو درې سرو لوبډلو افغان لوبډله برلاسې ده.
پیاوړو لوبډلو سره د افغانستان سیالۍ
د محمد نبي دا خبره مهمه ده چې د افغانستان او نورو پیاوړو لوبډلو ترمنځ د واټن راکمولو یوازینۍ لار دغو لوبډلو سره ډېر لوبېدل دي.
د افغانستان مرستیال روزونکي رئیس احمدزي هم بي بي سي سره خبرو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ لوبو ته په اشارې وویل چې پاکستان سره د افغان لوبغاړو د ښه لوبېدو یو لامل دا دی چې د نورو لوبډلو پرتله ورسره ډېر لوبېدلي او ښه ورسره بلد دي.
ښاغلی احمدزی زیاتوي "پاکستان سره لوبېدلي یو، ځکه خو اوس د پاکستان او افغانستان له لوبې وړاندې څوک په ډاډ نه شي ویلی چې کومه لوبډله به برلاسې وي. دوی سره د افغانستان لوبه تل سخته وي، که لا نور ولوبېږو نو هغه ورځ لرې نه ده چې لوبې به ترې وهم ګټو."
لویې او پیاوړې لوبډلې په اسانۍ دې ته زړه نه ښه کوي چې د افغانستان په څېر له کوچنیو لوبډلو سره دوه اړخیزې لوبې وکړي.
لاملونه یې ښايي ډېر وي. د لوبډلو بوخت مهالوېش یې یو خو سوداګریز اړخ یې هم مهم دی.
لویې لوبډلې کوچنیو لوبډلو سره دوه اړخیزو سیریزونو یا لوبلړیو ته لیدونکي او سپانسران په اسانۍ نه شي موندلی.
اسټرالیا افغانستان سره خپله پلان شوې یوازینۍ ټېسټ لوبه لغوه کړه. پاکستان سره د افغانستان د یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه ځله وځنډول شوه.
پر دوی سربېره هند، نیوزیلنډ، انګلنډ او جنوبي افریقا سره افغانستان هېڅکله د لوبو دوه اړخیزو لړیو کې نه دی مخامخ شوی.
افغان ټیم که له دغه ډول پیاوړو لوبډلو سره ډېر ولوبېږي نو لوبغاړي به یې د لوړې تجربې او وړتیا له سیالو لوبغاړو سره مخ شي.
خپلې کمزورۍ به ور په ګوته شي او د دې فرصت به ولری چې په روزنیزو کمپونو کې پر هغو کمزوریو کار وکړي او خپله لوبه کې بدلون راولي.
روزونکي او د لوبغاړو ګمارنې کمېټه به هم ښه دریځ کې وي چې د لوبغاړو وړتیا وارزوي او ترڅنګ یې دوی سره د روزنې پر مهال په هغو برخو تمرکز وکړي چې د ښه کېدو اړتیا یې وي.
د افغانستان انګرېز روزونکي جانتن ټراټ راته څو ورځې وړاندې د افغان لوبغاړو په اړه ویلي وو چې دوی کرېکټ سره ډېره مینه لري او په پوره جذبې او لیوالتیا لوبېږي چې دا د نوموړي په وینا د هرې بریالۍ لوبډلې لپاره یو مهم او مثبت اړخ دی.
ده زیاته کړه چې یوازې په نړیوال ډګر کې د لوبېدو کمی دی:"د کرېکټ نړیواله شورا باید افغانستان ته د دې فرصت برابر کړي چې پیاوړو لوبډلو سره ولوبېږي. افغان لوبډله پیاوړي لوبغاړي لري، که د نړیوال کرېکټ نوره تجربه هم ومومي نو وبه توانېږي چې ځواکمنې لوبډلې ماتې کړي. "
افغانستان کور دننه د نړیوالو لوبډلو کوربه توب نه شي کولی چې دا هم یو لوی سرخوږی دی خو له دې وړاندې یې هند او متحده عربي اماراتو کې د نورو لوبډلو کوربه توب کړی او د نژدې راتلونکي لپاره یې هم حل لاره همدا ښکاري.
افغان لوبغاړي او د کرېکټ شنونکي له ای سي سي یا له کرېکټ نړیوالې شورا غواړي چې د افغانستان په څېر کم تجربه لوبډلې او د دوی کرېکټ بورډ سره مرسته وکړي چې وکولی شي له پياوړو لوبډلو سره دوه اړخیزې سیالۍ برابرې کړي.
دې کې شک نشته چې که د افغانستان او ایرلنډ په څېر لوبډلې د وړتیا او تجربې له مخې د انګلنډ، اسټرالیا او نیوزیلنډ لوبډلو ته ورنژدې کېږی نو په نړیواله کچه د کرېکټ پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي.