د 'راشد خان' او 'ټېم ساودي' سیالي

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن د ۱۲ غوره لوبډلو پړاو خپله دویمه لوبه نیوزیلنډ سره کوي.

ننۍ سیالي کې به د دوو پیاوړو توپ اچوونکو 'ټېم ساودي' او 'راشد خان' لوبه په ځانګړې توګه د پام وړ وي.

د نیوزلنډ تېز توپ اچوونکي ټېم ساودي په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې تر ټولو ډېرې ۱۲۵ وېکټې اخېستي.

د افغانستان راشد خان ترې ډېر شاته نه دی او په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې یې ۱۱۹ لوبغاړي سوځولي.

دی د بنګله دېش له شکېب الحسن نه وروسته په دې لېست کې په درېیم ځای کې دی.

راشد خان مې د افغان لوبډلې د تمریني کمپ پر مهال وپوښت چې ښايي ډېر ژر یې د وېکټو شمېر له ټېم ساودي واوړي. په خندا شو او ویې ویل: "زه ډېر شمېرو ته پام نه کوم. اصلآ نه وم خبر چې ټېم ساودي ته دومره ورنژدې یم."

راشد - ساودي وستایه او ویې ویل چې نوموړی د "کرېکټ د ډګر یو تر ټولو بهترین تېز توپ اچوونکی دی او زه ورته ډېر درناوی لرم"

نننۍ لوبه کې به د ډېرو نورو لوبغاړو تر څنګ پر دغو دوو لوبغاړو هم پام ورټول وي چې څه ډول لوبېږي.

د مېلبورن نننۍ باراني هوا او د اسټرالیا د لوبغالو شرایط تر ډېره د تېزو او چټکو توپ اچوونکو په ګټه تمامېدای شي نو د نیوزیلنډ ساودي ښايي په پرتلیز ډول ښه دریځ کې وي او د لوبغاړو سوځولو ډېر فرصت به ولري.

خو راشد خان بیا له تېرو څو کلونو راهیسې په پرله پسې ډول د اسټرالیا کې په بېګ باش سیالیو کې لوبېدلی او د مېلبورن په ګډون د ګڼو ښارونو له لوبغالو سره بلد دی.

دی د توپ اچونې یو ځانګړی مهارت لري چې نژدې په هرډول پېچونو او شرایطو کې ځلېدلی شي.

ټېم ساودي له ۲۰۰۸ کال نه ۲۰۲۲ پورې په ۱۰۱ نړیوالو لوبو کې ۱۲۵ لوبغاړي سوځولي.

خو که د راشد خان شمېرو ته تم شو نو ده خپلې ۱۱۹ وېکټې یوازې ۷۲ نړیوالو لوبو کې اخېستي.

که افغانستان نننۍ لوبه کې د بریالیتوب څه چانس لري نو د راشد خان او توپ وهونکو ځلېدل به ورته خوره مهمه وي.