کرېکټ نړیوال جام: د افغانستان لوبډله او د لوبو مهالوېش

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۲ انګلنډ سره وکړي. دا لوبه د اسټرالیا په پرت ښار کې کېږي.

له دې وروسته به افغان لوبډله د اسټرالیا مېلبورن ښار ته سفر کوي چې هلته یې شا په شا دوې لوبې دي. د اکتوبر په ۲۶ به مېلبورن کرېکټ لوبغالي کې نیوزیلنډ سره مخامخ شي او د اکتوبر په ۲۸م به د لومړي پړاو له یوې بریالۍ لوبډلې سره ولوبېږي.

د اسټرالیا له مېلبورن ښاره به افغانستان برېسبېن ته ځي چې خپله څلورمه لوبه به د نومبر په لومړۍ نېټه د لومړي پړاو له یوې بلې بریالۍ لوبډلې سره کوي.

د درېیمې او څلورمې لوبې لپاره د افغانستان سیالان د اکتوبر په ۲۲مه مالومېږي. افغانستان به خپله پنځمه او وروستۍ لوبه اډېلېډ ښار کې د نومبر په څلورمه کوربه اسټرالیا سره وکړي.

د افغانستان بشپړ مهالوېش او د لوبو وختونه په لاندې ډول دي:

اکتوبر ۲۲: افغانستان او انګلنډ - پرت (د اسټرالیا په وخت ماښام ۷ بجې - افغانستان په وخت غرمې ۳:۳۰ بجې)

اکتوبر ۲۶: افغانستان او نیوزیلنډ - مېلبورن (د اسټرالیا په وخت مازدیګر ۴ بجې - افغانستان په وخت سهار ۸:۳۰ بجې)

اکتوبر ۲۸: افغانستان او د لومړي پړاو بریالۍ لوبډله - مېلبورن (د اسټرالیا په وخت غرمې ۱۲ بجې - افغانستان په وخت سهار ۴:۳۰ بجې)

نومبر ۱: افغانستان او د لومړي پړاو بریالۍ لوبډله - برېسبېن (د اسټرالیا په وخت غرمې ۱۲ بجې - افغانستان په وخت سهار ۵:۳۰ بجې)

نومبر ۴: افغانستان او اسټرالیا - اډېلېډ (د اسټرالیا په وخت مازدیګر ۴ بجې - افغانستان په وخت سهار ۱۰ بجې)

د افغانستان لوبډله

د شل اووریزو لوبو دې نړیوال جام ته افغان کرېکټ بورډ د تجربه لرونکو لوبغاړو تر څنګ ځینو تنکیو ځوانو لوبغاړو ته هم ځای ورکړی.

یو لوبغاړی چې لوبډله کې یې نومولو ډېر حیران کړل محمد سلیم ساپی دی. شل کلن سلیم ساپی ښي لاسی تېز توپ اچوونکی دی او د افغانستان په کورني کرېکټ لیګ شپږیزه کې لوبېدلی.

د ده په اړه د افغانستان کرېکټ روزونکي او نور لوبغاړي ښه نظرونه لري او په وینا یې د تېزې توپ اچونې په ډګر کې یو ښه استعداد دی او د دې وړتیا لري چې تر ډېرو کلونو نړیوالو لوبو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

که د نړیوال جام لوبو کې ولوبول شي، طبعآ استعداد او وړتیا به یې ټوله نړۍ وویني خو سلیم ساپی نړیوال ډګر کې د لوبېدو تجربه نه لري او د کرېکټ شنونکو په اند غوره به دا وای چې له نړیوال جام وړاندې اسیا کپ سیالیو او ایرلنډ سره د افغانستان لوبو لپاره نوموړي ته لوبډله کې ځای ورکړل شوی وای.

پرته له تجربې یې مخامخ نړیوال جام کې لوبول یو څه خطر لري خو له بل اړخه یوه ګټه یې دا هم شته چې سیالې لوبډلې به یې په اړه کم مالومات لري چې دا کېدلی شي یو مثبت اړخ وي.

توپ وهونکو کې ځوان بټسمېن دروېش رسولي لوبډله کې شته خو دی هم له نړیوال جام وړاندې د افغانستان په لوبو کې د لوبډلې برخه نه وو او په نړیوال ډګر کې د لوبېدو تازه تجربه نه لري.

په تېرو څو کلونو کې افغانستان ډېر کله د بیټېنګ او تېزې توپ اچونې په برخه کې ستونزه لرلې. فاسټ باولېنګ یا د تېزې توپ اچونې برخه کې د ځوان استعداد فضل حق فاروق ځلېدو دا ستونزه یو څه کمه کړې، د ده تر څنګ نوین الحق او فرید ملک هم شته چې د اړتیا په وخت کې یې افغانستان لوبولی شي.

ورو توپ اچونه یا سپېن باولېنګ چې د افغانستان ځواک دی او ډېر کله یې پر مټ لوبې ګټلي - دا ځل به هم د افغان لوبډلې پرې ډېره تکیه وي.

راشد خان، مجیب ځدران او محمد نبي له تېرو څو کلونو د هرې کچې سیالیو لوبډلو توپ وهونکو ته سرخوږی جوړ کړی. که خدای مه که دوی که کوم یو ټپي هم شي نو قیس احمد یې وړ بدیل دی.

د افغانستان ټاکل شوې لوبډله او احتیاطي لوبغاړي

محمد نبي - لوبډلمشر، نجیب الله ځدران، راشد خان، مجیب ځدران، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، فضل حق فاروقي، نوین الحق، فرید ملک، محمد سلیم ساپی، دروېش رسولي، قیس احمد، حضرت الله ځاځی، عثمان غني او عظمت الله عمرزی

احتیاطي لوبغاړي

ګلبدین نایب، رحمت شاه، شرف الدین اشرف او افسر ځاځی د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.