کرېکټ شل اوریز نړیوال جام؛ افغان ملي لوبډلې په اسټرالیا کې تمریناتي لوبې کړې

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په اسټرالیا کې د تمرینونو تر څنګ له ځايي لوبډلو سره تمریناتي لوبې هم کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د لوبو پایله هم ښه او مثبته وه.

د افغانستان ملي لوبډله دا مهال د اسټرالیا په بریسبېن کې د شل اوریز نړيوال جام راتلونکو سیالیو لپاره په تمرینونو بوخته ده.

د لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د سپټمبر میاشتې په دېرشمه نېټه اسټرالیا ته ورسېدل. پاتې یو شمېر لوبغاړي چې د کارابین په سوداګریزو لوبو کې بوخت وو هم تېره اونۍ له لوبډلې سره یو ځای شوي دي.

افغان لوبغاړو د نړيوال جام تر پیل مخکې په اسټرالیا کې تر اوسه له کوم بل هېواد سره لوبه نه ده کړې، خو ټاکل شوې چې د اکتوبر میاشتې په ۱۷ نېټه له بنګله دیشي لوبډلې سره دوستانه 'وارم اپ ' سیالي ولري.

د همدې میاشتې په نولسمه نېټه بیا له پاکستان سره مخ کېږي.

په نړیوال جام کې د افغان ملي لوبډلې سیالۍ د اکتوبر میاشتې په ۲۲ نېټه ده چې د انګلستان له لوبډلې سره به یې کوي.

په ډله کې د افغانستان نور سیالان نیوزیلنډ او اسټرالیا دي، چې تر ډېره پیاوړې لوبډلې بلل کېږي او په وروستیو کې یې ډېرې لوبې هم کړې دي.

خو د افغانستان کرېکټ بورډ مسؤلینو ویلي افغان لوبډله په پوره توان سره نړیوال جام ته تیاری نیسي.

دا ځل د نړیوال جام شل اوریزو سیالیو کې د ګډون لپاره د لومړۍ، دویمې او دریمې درجې هېوادونو لوبډلې هم سیالۍ سره کوي، چې د جام په پاتې لوبډلو کې ځان ته ځای ومومي.

ایرلنډ، زیبمبابوې، سکاټلنډ او وېست انډیز په یوه ګروپ کې او شري لنکا، هالنډ، نمیبیا او عربي متحده اماراتو لوبډلې په بل ګروپ کې سیالي سره کوي.

د هغو لوبډلو تر غوره کېدو وروسته به د افغان ملي لوبډلې دوې نورې سیالې لوبډلې هم څرګندې شي.

د غوراوي پړا و سیالۍ د اکتوبر میاشتې په ۱۶ نېټه پیلېږي.

افغانستان تر تېر سپټمبر میاشتې ټولې ۱۰۴ شل اوریزې سیالۍ کړې دي، چې ۶۸ یې ګټلي او پنځه دېرش نور یې بایللې دي او یوه هم مساوي شوې.