کرېکټ؛ شري لنکا د ۲۰۲۲ کال اسیا جام کوربتوب کوي

د کرېکټ اسیايي شورا اعلان وکړ چې ۲۰۲۲ کال اسیا جام سیالۍ د راتلونکې اګست میاشت له ۲۷ د سپتمبر تر ۱۱مې شري لنکا کې کېږي.

دا پریکړه نن (شنبه) د دې شورا کلنۍ ناسته کې شوې.

دا ځل به اسیا کپ ۲۰ اووریز فارمټ کې ترسره شي او شپږ لوبډلې به پکې برخه ولري.

له دوی پنځه د کرېکټ نړیوالې شورا دایمي غړي افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش او کوربه شري لنکا دي.

شپږمه لوبډله به د لارموندنې 'کوالیفاینګ' پړاو له لارې، چې د اګست له ۲۰مې پېلېږي، دغه کپ ته ورشي.

اسیا کپ ته د لارموندې دا سیالۍ به د متحدو عربي اماراتو، کویټ، سینګاپور او هانکانګ ترمنځ وشي.

د اسیا کپ وروستۍ لوبې په ۲۰۱۸ کال کې وشوې چې هند وګټلې.

د ۲۰۲۰ کال اسیا کپ سیالۍ چې ټاکلې وه شري لنکا کې وشي، د کورونا وبا له کبله لومړی ۲۰۲۱ او وروسته ۲۰۲۲م کال ته وځنډېدې.

پاکستان چې پخوا ټاکلې وه د ۲۰۲۲ کال د اسیا کپ سیالیو کوربه وي، اوس د ۲۰۲۳ کال د سیالیو د کوربتوب حق ترلاسه کړی.

کرېکټ کې د اسیا اتلولیو سیالۍ په ۱۹۸۴ کال شارجه کې پیل شوې او دا د دې لړۍ ۱۵م پړاو دی.

هند تر دې دمه د اسیا کپ سیالیو کې تر ټولو ښه ځلېدلی او ۷ ځله یې ګټلې دي.

د را روان اسیا کپ کوربه شري لنکا بیا پنځه ځله دا سیالۍ ګټلې.

د کرېکټ اسیايي شورا کلنۍ غونډه کې دا پریکړه هم شوې چې 'جی شاه' به تر ۲۰۲۴ کال پورې د دې شورا مشرۍ ته دوام ورکوي.

هغه هند کې د کرېکټ د کنټرول بورډ مشر هم دی.

دې ناسته کې د عمان د کرېکټ بورډ پنکاج خېمجي د کرېکټ اسیايي شورا مرستیال او د مالیزا د کرېکټ ټولنې مهېندا والیپورام د دې شورا د پراختیايي کمېټې مشر ټاکل شوی.