ایران کې احتجاجونه؛ اوین زندان کې د وژل شویو شمېر ۸ کسانو ته لوړ شو

ایران کې د قضایه قوي د رسینو مرکز وايي، اوین زندان کې د وژل شویو کسان شمېر ۸ تنو ته رسېدلی دی.

دغه مرکز له دې وړاندې په یاد زندان کې د اورلګېدنې او ډزو پېښه کې د ۴ کسانو مړینه تایید کړې وه.

د قضایه قوې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټول وژل شوي کسان د غلا په تور دغه زندان کې بندیان و او هویت به یې وروسته په ډاګه شي.

د ایوان زندن کې د بلوا او اورلګېدنې لامل لا هم نه دی څرګند. رسمي رپوټونه دغه بلوا د زندانیانو تر منځ رامنځته شوې شخړې ته منسوبوي خو په دې اړه لا هم شکونه موجود دي.

ایران کې لا هم احتجاجونه روان دي او د محصلینو تر څنګ ګڼ نور کسان پکې نیول شوي دي.

د نیول شویو کسانو کره شمېر نه دی مالوم خو د ځینو رپوټونو یې شمېر لوړ یاد کړی دی چې د ډېرو کسانو وضعیت او ځای نه دی څرګند.

ایران کې رپوټونه وايي، شاوخوا ۹۶ خبریالانو او د ټکنالوژۍ برخې فعالانو دغه هېواد کې د انټرنېټی بندیزونو پر ضد لاریونونه کړي او خبرداری یې ورکړی چې د حکومت دغه "ناروا چلن" ټولنیز او اقتصادي ژوند او د خلکو امنیت ګواښي.

دغو کسانو احتجاجونو کې د نیول شویو کسانو د خلاصون او د سایبري فضا او انټرنټ ته د لاسرسي برخه کې د لګېدلیو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې.

ایران کې څه باندې یوې میاشتې احتجاجونو وروسته انټرنټي بندیزونه لګېدلې دي او مسنجر، وټس اپ، انسټګرام، ټلیګرام او فسبوک په ګدون نورو ډېرو ټولنیزو رسینو ته لارسی محدود شوی دی.

ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان سرمنشي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پېښې د څېړنې لپاره دې د بشري حقونو د شورا ځانګړې غونډه جوړه کړي.

د دغه سازمان عمومي منشي اګنیس کالامارد په یوه ټوېټ کې ویلي" نړیواله ټولنه باید د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړې غونډې جوړېدو غوښتنه وکړي چې له مخې یې داسې لاره ومومې چي د ایران د خلکو پر وړاندې د ترسره شویو جنایتونو څېړنه وکړي او د ایران حکومت او مذهبي چارواکي یې ځواب ویلو ته اړ کړل شي."

د ایران اوسني حکومت ضد احتجاجونه په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي جمهوریت له رامنځته کېدو وروسته تر ټولو پراخ او سخت بلل کېږي.

د ایران له ۱۱۰ ښارونو د دې احتجاجونو رپوټونه ورکړل شوي، چې حکومت یې پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک غبرګون څرګند کړی دی.

دا احتجاجونه د ځايي پولیسو په توقیف کې د کردۍ ۲۲ کلنې ښځې مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شول.

مهسا امیني د اخلاقي امنیت په نامه ایراني پولیسو د حجاب له هغه قانونه د سرغړونې په تور نیولې وه، چې له مخې یې باید ښځې د خپل سر ویښته په حجاب یا ټیکري کې پټ کړي.

پولیس وايي، نوموړې د روغتیايي ستونزو له کبله مړه شوه، خو د اغلې مهسا کورنۍ پولیس تورنوي چې هغه یې وهلې، ډبولې وه، چې له کبله یې په ځايي روغتون کې ساه ورکړه.