کرېکټ: افغانستان دویمه شل اوریزه لوبه کې زمبابوې ته په ۲۱ منډو ماته ورکړه

د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه افغان لوبډلې په ۲۱ منډو وګټله.

افغانستان د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ منډې وکړې او زمبابوې ته یې په ۵ وېکټو د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه. زمبابوې ونتوانېده چې ټاکلی هدف پوره کړي او لوبه يې وبايلله.

د افغانستان د پاڼۍ پیل ښه نه و او رحمان الله ګربز یوازې په یوه منډه وسوځېدو. خو بل اوپنر ملګري یې حضرت الله ځاځي په ۱۳ توپونو ۲۸ چټکې منډې وکړې.

ورپسې دروېش رسولي او عثمان غني هم تر ډېره پر وېکټه پاتې نه شول، خو نجیب ځدراڼ یو ځل بیا ښه لوبه وکړه او د افغانستان پاڼۍ یې سمبال کړه.

نجیب په ۴۶ توپونو ۵۷ چټکې منډې وکړې او له محمد نبي سره یې د اویا منډو ګټوره ملګرتیا هم وکړه.

پخپله محمد نبي هم په ۲۲ توپونو ۴۳ چټکې منډې وکړې او وروستیو اورونو کې یې لویو شاټونو سره د افغانستان منډې ۱۷۰ ته ورسولې.

د زمبابوې لپاره اېنوسېنټ کايا ۵۴، سکندر رضا ۴۱ او ټډيوانشي مروماني ۳۰ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان دوې، فضل الحق فاروقي، نجات مسعود، محمد نبي او کريم جنت یوه یوه وېکټه واخیسته.

یاده دې وي چې افغانستان له دې وړاندې زمبابوې ته د ۳ پنخوس اوریزو لوبو په لړۍ کې درې/صفر ماتې ورکړې ده.

د تېرې ورځې لوبه

تېره ورځ د لوبې پچه زمبابوې وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. زمبابوې په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه چې افغان لوبډلې په وروستي اور کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د زمبابوې پاڼۍ پیل ښه نه و او په ۱۲ منډو یې د اوپنر کایا وېکټه وبایلله. خو بل اوپنر مادیویر ۳۲ منډې وکړې. چکباوا هم خپلو ۲۹ منډو سره د زمبابوې پاڼۍ سمبال کړه.

په وروستیو اورونو کې حسن رضا چټکه منډه وکړه او په ۳۱ توپونو یې ۴۵ منډې جوړې کړې، چې ورسره د زمبابوې ټولې منډې په شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹ شوې.

د لوبې لپاره د پېچ یا وېکټې په رپوټ کې ویل شوي وو، هره لوبډله چې پچه وګټي پکار ده چې لومړۍ منډې وکړي، ځکه په دویمه پاڼۍ کې به منډې جوړول اسانه نه وي.

د افغانستان لپاره د نجات مسعود، چې خپله لومړنۍ شل اوریزه لوبه یې کوله، په ۴ اورونو کې ۳۹ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخیستې. د ده تر څنګ فصل الحق فاروقي، راشد خان او محمد نبي یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان د توپ وهنې پیل ښه وو د سر لوبغاړو يې د ۸۳ منډو ملګرتيا وکړه چې وروسته بيا دواړه د راين بورل په توپ وسوځېدل. حضرت الله ځاځي ۴۵، نجيب الله ځدراڼ ۴۴ او رحمان الله ګوربز ۳۳ منډې ترسره کړې.

د نن لوبې لپاره د افغانستان په لوبډله کې پنځه بدلونونه راغلي وو. ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه او حشمت الله شهیدي چې د یو ورځنیو لوبو لړۍ کې ولوبېدل، نن لوبډله کې وو.

همدا راز سپېن بالر مجیب ځدراڼ او تېز بالر فرید احمد ملک ته هم په شل اوریزه لوبډله کې ځای نه و ورکړل شوی.

د دوی پر ځای حضرت الله ځاځی، دروېش رسولي، عثمان غني، نجا ت مسعود او کریم جنت لوبډله کې اخیستل شوي وو.