کرېکټ: بنګله دېش افغانستان ته په ۶۱ منډو ماته ورکړه

بنګله دېش له افغانستان سره د دوو نړیوالو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وګټله. دا لوبه د بنګله دېش د میرپور لوبغالي کې وشوه.

د لوبې پچه بنګله دېش وګټله، لومړی یې پخپله د توپوهنې پرېکړه وکړه او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغانستان ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.

بنګله دېش لپاره لیوټن ډاس تر ټولو ډېرې (۶۰) منډې وکړې.

همدا راز حفیف حسین ۲۰ او منعم شهریار ۱۷ منډې جوړې کړې.

ټاکلې د دې لوبلړۍ دویمه لوبه د راتلونکې شنبې پر ورځ همدغه میرپور لوبغالي کې وشي.

د افغانستان له اړخه توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي او عظمت الله عمرزي د سیالي لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

همدا راز راشد خان او قیس احمد هم یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان د ملي لوبډلې توپوهونکو ټاکلي هدف ته د رسېدو لپاره ښه ځوابي لوبه پیل نه شوه کړای او د سر څلور لوبغاړي یې د پیل پنځو اورنو کې په داسې حال کې وسوځېدل چې افغانستان یوازې شل منډې درلودې.

دغه ټول لوبغاړي د بنګله دېش د سوکه کیڼ لاسي توپ اچونکي نثم احمد لخوا وسوځول شول.

وروسته که څه هم لوبډلمشر محمد نبي او نجیب ځدراڼ تر ۱۱م اوور ودرېدل او لوبډله یې تر ۵۷ منډو ورسوله خو د دوی ترمنځ ملګرتیا هم نور دوام ونه کړ.

بالاخره د افغانستان ټوله لوبډله ۱۸م اوور کې په داسې حال کې وسوځېده چې ټولټال یې ۹۴ منډې کړې وې.

د افغانستان لپاره توپوهنه کې نجیب الله ځدراڼ ۲۷، عظمت الله عمرزي ۲۰ او لوبډلمشر محمد نبي ۱۶ منډې وکړې.

د بنګله دېش له اړخه نثم احمد ۴، شریف السلام ۳ او شکیب الحسن ۲ سیال لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او بنګله دېش لوبډلو تر منځ تر دې مخکې د دریو یوه ورځنیو لوبو لړۍ کې دوې بنګله دېش او یوه لوبه افغانستان وګټله.

هغه سيالي د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام ته د لارموندې لپاره کېدې.

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ تر اوسه لس نړیوالې یو ورځنۍ لوبې شوې دي. په دغو لوبو کې بنګله دېش شپږ او افغانستان څلور لوبې ګټلې دي.

په لومړي ځل د دواړو هېوادونو تر منځ د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ په ۲۰۱۶ کال کې وشوه چې دوه یو د بنګله دېش په ګټه تمامه شوه.

د بنګله دېش په خپل کور په نژدې یوه لسیزه کې د یو ورځنیو لوبلړیو یوازې یوه بایللې ده.