کرېکټ؛ افغان ملي لوبډله بنګله دېش ته د نړیوال جام چمتوالي سیالیو لپاره ځي

افغان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې سیالیو لړ کې د دریو یوه ورځنیو او دوو شل اوریزو لوبو لپاره بنګله دېش ته ځي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ملي لوبډله به د روانې فبرورۍ پر ۱۲ له قطر څخه د بنګله دېش چټاګانګ په ظهور احمد چودري لوبغالي کې د درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر وکړي.

د یادونې ده، چې یوه ورځنۍ لوبې به د روانې فبرورۍ پر ۲۳ مه، ۲۵ مه او ۲۸ مه ورځ تر سره کېږي.

د دواړو لوبډلو تر منځ به دې سیالیو کې دوې شل اوریزه سیالۍ هم کېږي، چې د مارچ پر درېیمه او پنځمه نېټه به د پلازمېنې په شیر - بنګله لوبغالي کې به تر سره شي.

د کرېکټ بورډ اعلامیه کې ویل شوي، افغان لوبډله به د سیالیو له پیله مخکې د بنګله دېش سيلټ کې تمرینات کوي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې له ایرلنډ او هالنډ سره سیالۍ ترسره کړې چې دواړه یې د ۳-۰ په ګټه په خپل نوم کړې دي.

دې سره اوسمهال له ۶ لوبو څخه د ۶۰ نمرو په ترلاسه کولو سره افغان لوبډله د نړیوال جام ۱۳ ګډونوالو لوبډلو جدول کې پنځم ځای لري.