تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: د نولس کلنو نړيوال جام پيل شو
د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سيالۍ د وېسټ انډيز په کوربتوب کرابين هېوادونو کې پيل شوې. په دې سياليو کې ۱۶ لوبډلې برخه لري چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.
د دغو سياليو د لومړۍ ورځې لوبو کې استراليا وېسټ انډيز او شري لنکا سکاټلنډ ته ماته ورکړه.
د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمر لوبډله چې د ټرانزېټ ويزو د نشتوالي له امله تر خپل ټاکلي وخت په ځنډ ټرېنېډاډ او ټوباګو ته رسېدلې، له انګلنډ او اماراتو سره د چمتووالي لوبې هم ترې پاتې شوې دي.
افغانستان چې په درېيم ګروپ کې ځای لري په ځنډ د رسېدو او د نړيوال جام د قرنطين محدويتونو پر اساس يې لومړنۍ سيالي چې ټاکل شوې وه د جنورۍ مياشتې پر ۱۶ نېټه د زمبابوې پر وړاندې ترسره شي وځنډېده چې اوس به د همدې مياشتې پر ۲۲ نېته ترسره شي.
د نوي مهالوېش له مخې د افغان لوبډلې لومړنۍ سيالي د جنورۍ پر ۱۸ له پاپو نيوګيني، دويمه د جنورۍ پر ۲۰ نېټه له پاکستان او درېيمه سيالي د جنورۍ پر ۲۲ له زمبابوې سره ده.
د افغانستان د نولس کلونو لوبډلې روزونکي رئيس احمدزي وړاندې بي بي سي ته ويلي وو، هيله من دی چې افغان لوبډله به په دې نړيوال جام کې ښې لوبې ترسره کړي.
ټاکل شوې چې د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې به د منځني پړاو سياليو ته لار ومومي. افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې اووه ځله د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سیاليو کې ګډون کړی چې په ۲۰۱۸ کال کې یې نيمه پايلوبې ته لار هم موندلې وه.
د مهالوېش له مخې د نولس کلنو د کرېکټ نړيوال جام پايلوبه به د فبرورۍ پر پنځمه نېټه ترسره شي.