کرېکټ نړیوال جام: اسټرالیا پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار وموندله

د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د پاکستان او اسټرالیا لوبډلې تر منځ په دویمه نیمه پایلوبه کې اسټرالیا پاکستان ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېدله.

د یکشنبې پر ورځ به اسټرالیا له نیوزیلنډ سره پایلوبه کې سیالي کوي.

د پاکستان او اسټرالیا تر منځ د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان د ټولو شل اوورونو له لوبې وروسته ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۷۶ منډې یې وکړې او اسټرالیا ته یې د ۱۷۷منډو هدف وټاکه.

اسټرالیا په ځوابي لوبه کې د ۱۹ اوورونو له لوبې وروسته ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۷۷ منډې یې جوړې کړې.

د اسټرالیا وېکټ ساتونکی ماتهیو ویډ د دې لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو، چې ۴۱ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.

ماتهیو ویډ داسې حال کې د لوبې ډګر ته راغی چې د اسټرالیا ټولټال منډو شمېر ۹۶ و او د بریا لپاره له ۴۶ توپونو باید ۸۱ منډې ترلاسه شوې وای.

نوموړي له یوازې ۱۷ توپونو ۴۱ منډې ترلاسه کړې او د پاکستان چټک توپ اچوونکي شاهین شاه اپرېدي په یوه اوور کې یې په دریو پرلپسې شپږیزو سره د لوبې وضعیت بدل کړ.

د پاکستان له لوري محمد رضوان تر ټولو ډېرې ۶۷، بابر اعظم ۳۹ او فخر الزمان ۵۵ منډې وکړې. د اسټرالیا له لوري میچل سټارک دوې، اډم زامپا او پاټ کیومینز یوه - یوه وېکټه ترلاسه کړې.

د اسټرالیا له لوري بیا ډېویډ وارنر ۴۹، میچل مارش ۲۸، مارکیوس سټواینز ۴۰ او ماتهیو ویډ ۴۱ (دواړه ناسوځېدلي) منډې وکړې.

د پاکستان له لوري تر اوسه شاداب خان تر تر ټولو ډېر څلور وېکټې ترلاسه کړې.

یوه وېکټه شاهین شاه اپریدي ترلاسه کړه.

پاکستان له دې وړاندې په ۲۰۰۹ کال کې د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام ګټلی دی، خو اسټرالیا تر اوسه دا ویاړ نه دی ترلاسه کړی.

یاده دې وي چې نیو زیلنډ د چارشنبې پر ورځ د دې سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه یا سیمي فاینل کې انګلنډ ته په یوه سخته لوبه کې په ۵ وېکټو ماتې ورکړې وه.