تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس؛ د توکیو اولمپیک لوبې له نندارچیانو پرته کېږي
د کورونا وېروس زیاتېدو پسې جاپان کې توکیو اولمپیک لوبې د توکیو لوبغالو او ورڅېرمه سیمو کې له نندارچیانو پرته کېږي.
د پنجشنبې په ورځ د جاپان اولمپیک وزیر تامیاو ماروکاوا د دې سیالیو له جوړوونکو او چارواکو سره تر لیدو وروسته دا خبره وکړه.
د کورونا وېروس د ډېر خپرېدو د مخنیوي لپاره به د سیالیو پر مهال په توکیو کې بېړنی حالت وي.
د جاپان لومړی وزیر یوشیهیده سوګان هم وايي، بېړنی حالت د جولای له ۱۲ پیل او تر اګسټ ۲۲ به روان وي.
پر دغه مهال هوټلونه او بارونه د الکول پلورلو اجازه نه لري او د ماښام تر اتو باید کار ودروي.
توکیو کې د غونډو مرکزونه او شاوخوا لوبغالي یې د لوبډلو د پلویانو د منلو اجازه نه لري.
خو فوکوشیما، شیزوکا او میاګي سټیډیمونه اجازه لري چې د خپلې ۵۰ سلنه وړتیا سره سم یا لس زرو پورې نندارچیان ومني.
توکیو کې په کورونا د اخته کسانو شمېر لوړېږي او هغه هم په داسې مهال چې ټاکلې ده اولمپیک پرانیستغونډه د جولای پر ۲۳ وشي.
د اولمپیک لوبو مخالفت
جاپان کې د اولمپیک لوبو په جوړولو ډېرې نیوکې کېږي او ډېری خلک د دې سیالیو ځنډېدل او ان لغوه کېدل غواړي.
د جاپان ولسمشر سیکو هاشیموتو د لوبو پر محدودېدو خواشيني ښيي او له ټیکټ اخیستونکو بښنه غواړي.
د توکیو والي یوریکو کویکي وايي، له نندارچیانو پرته لوبې به د دې سیالیو د مینوالو زړونه مات کړي.
لا هم مالومه نه ده چې لوبې جوړوونکي به نندارچیانو ته د ټیکټونو پیسې واپس کړي که نه.