تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان د تنکیو ځوانانو اولمپیک لوبو کې لومړنی مډال وګاټه
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د ۲۰۱۸ کال ځوانانو اولمپیک سیالیو کې افغان تکواندوکوونکی نثار احمد عبدالرحیمزی وتوانېد چې خپل مصری سیال مات کړي او د ژېړو(برنزو) مډال په خپل نوم کړي.
د ۷۳ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې له ټولې نړۍ یوازې اتو تنو په دغو سیالیو کې ګډون درلود، چې ښاغلي عبدالرحمیزي پکې دریم ځای خپل کړ.
* افغان ولسمشر د اولمپیک کمېټې د ټاکنو حکم وکړ* افغان لوبغاړي د ۲۰۱۶ اولمپیک لوبو لپاره برازیل ته ولاړل
د تنکیو ځوانانو اولمپیک سیالۍ د اکتوبر له شپږمې نیټې د ارجنتین په بوینس ایرس کې پیل او د همدې میاشتې تر اتلمسې نیټې دوام لري.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون مشر ډاکتر نجیب الله سکندر وايي افغان لوبغاړي نثار احمد عبدالرحیمزي له خپل ایراني سیال دویمه لوبه هم ګټلې وه خو د لوبڅار د ناسمې پرېکړې له امله لوبه د ایراني لوبغاړي په ګټه اعلان شوه.
د سرو مډال
ښاغلي عبدالرحیمزي څه موده وړاندې د کوریا د تکواندو په ازادو سیالیو کې هم د سرو زرو مډال ګټلی و.
د تنکیو ځوانانو اولمپیک سیالۍ تر دوبنیو سیالیو وروسته په نړیواله کچه سترې او منل شوې لوبې دي.
دغو سیالیو ته د شاوخوا دوه سوه هېوادونو نژدې څلور زره لوبغاړي ورغلي.
له افغانستان دریو تنو لوبغاړو د دې سیالیو په تکواندو، اتلتیک او سوک وهنې برخو کې ګډون کړی دی.
افغانستان تر دې وړاندې هم یواځې د تکواندو په برخه کې د بیجینګ او لندن له المپیک سیالیو دوه د ژېړو مډالونه ترلاسه کړي وو.
د افغانستان تکواندو
شاوخوا اته کاله مخکې د افغانستان تکواندو په نړیواله کچه په اووم ځای کې و، خو د ځینو ستونزو له کبله ان ۱۸۰ درجې ته ولوېده.
خو په وروستیو کې یې بیا د پام وړ لاس ته راوړنې لري او ۶۷ ځای کې دي.
مګر د ځوانانو په برخه کې بیا په نړیواله کچه ۲۴ ځای لري.