کرېکټ: پاکستان سوپر لیګ کې به راشد خان او که کریس ګیل ډېر پام ځانته کړي؟

    • Author, عبدالرشید شکور
    • دنده, بي بي سي

د کوویډ - ۱۹ له کبله داسې اندېښنه شته، چې پاکستان سوپرلیګ ۲۰ اوریزو لوبو ډګر ته به هم لوبغاړي داسې حال کې ځي چې لوبغالي به له نندراچیانو تش وي. بل لور ته د پاکستان کرېکټ چارواکي وايي، د پنځم سیزن په څېر به د شپږم سیزن ټولې سیالۍ هم د هېواد په خپلو لوبغالو کې تر سره کېږي.

که څه هم د پاکستان کرېکټ بورډ مشر احسان ماني وايي، لوبغالو ته د نندارچیانو د ورتګ اجازې پر موضوع له حکومت سره خبرې کوي، خو که دا اجازه نه ورکول کېږي، د هغو مینه والو لپاره به د خواشینۍ وي، چې لومړی ځل یې له نژدې د خوښې وړ لوبغاړو لیدو زمینه برابره شوې.

څوک لومړی ځل پاکستان سوپر لیګ کې لوبېږي؟

د پاکستان سوپر لیګ ډېری ګډونوالو لوبغاړو مخکې هم پاکستان کې لوبه کړې، خو ځینې داسې هم شته، چې لومړی ځل د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې برخه اخلي چې د نندارچیانو لپاره به د دوی له نژدې لیدل په زړه پورې وي.

د ویسټ انډیز ګریس ګیل له همدې ډلې یو دی چې کویټه ګلیډرز لوبډلې په پلاټینم کټګورۍ کې ترلاسه کړی دی.

کرس ګیل له دې مخکې په سپر لیګ کې د اسلام اباد یونایټډ، کراچۍ کنګز، او کویټه کلیډټرز استازیتوب کړی، خو هغه لوبې ټولې له پاکستانه بهر وشوې او په نژدې ټولو لوبو کې هغسې چې شهرت لري، کرس ګیل ډېر و نه ځلید.

دا له دې هم معلومېږي چې نوموړي په څوارلسو لوبو کې ایله نیمه سلیزه بشپړه کړه. کریس ګیل د شل اوریزو سیالیو له خورا غوره لوبغاړو یو بلل کېږي.

نوموړي دغه ډول تر څلور سوه ډېرو لوبو کې برخه اخیستې او د ۲۲ سلیزو په مرسته یې تر دیارلس زره ډېرې منډې بشپړې کړې دي. د یادونې ده چې په شل اوریزو لوبو کې د کرس ګیل د شپږیزو شمېر تر زرو زیات دی. کرس ګیل ۲۰۰۶ کال کې د پاکستان په ملتان کې د یوې ټیسټ لوبې په بهیر کې هم ۹۳ منډې کړې.

د کرس ګیل تر څنګ افغان لوبغاړي راشد خان، مجیب الرحمان او قیس احمد هم سږ کال لومړی ځل د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې برخه اخلي. راشد خان لاهور قلندرز د دې سیالیو لپاره پلاټینیم کټګورۍ کې ترلاسه کړی دی.

کویټه ګلیډیټرز مخکې دوه ځل د نوموړي خدمات ترلاسه کړي، خو دواړه ځل افغان کرېکټ بورډ اجازه نه ده ورکړې.

خو سږ کال افغان کرېکټ لوبغاړو ته په پاکستان سوپر لیګ کې د لوبو اجازه ورکړل شوې ده. د پي ایس ایل لوبو سره هممهاله به راشد خان د خپل هېواد له لوبډلې سره د زمبامبوې په سفر کې ملګرتیا کوي، ټیسټ او شل اوریزې لوبې به ولري او له دې کبله به هغه مهال بیا پي ایس لوبو کې ګډون نه شي کولای، خو که د کوویډ - ۱۹ له کبله د افغان لوبډلې هغه سفر و نه شي، بیا به لاهور قلندرز په ټولو لوبو کې د راشد خان ملګرتیا له ځان سره ولري.

یو بل افغان لوبغاړي چې د دې سیالیو برخه به وي، اف سپنر مجیب الرحمان دی چې د خپلې په زړه پورې لوبې له کبله یې ډېر شهرت موندلی. تېر کال نوموړي په بیګ باش، کرېبین او اي پي ایل شل اوریزو سیالیو کې ۳۷ وېکټې ترلاسه کړې.

په یوه لوبډله کې درې غوره بالران

د تېر کال درې کامیاب بالران، حارث روف، شاهنشاه اپریدی او راشد خان سږ کال د لاهور قلندرز لپاره لوبېږي.

حارث روف تېر کال د ۵۷ ویکټونو له ترلاسه کولو وروسته لومړی ځل خپل کړی. راشد خان د ۵۶ ویکټونو له تر لاسه کولو وروسته دویم ځای لري او شاهنشاه اپریدی ۵۲ ویکټونه ترلاسه کړې.

کوم لوبغاړی څومره بیه لري؟

پاکستان سوپر لیګ کې د ای پي ایل په توګه د لوبغاړو لیلامي نه کېږي، بلکې په هره کټګورۍ کې د لوبغاړو لپاره حق الزحمه ټاکل کېږي. سږ کال د پاکستان سوپر لیګ په ټولټال لګښت کې لږوالی راغلی او له له یو اعشاریه یو میلیون ډالرو یې کچه ۹۵۰ زره ډالرو ته ټیټه شوې ده.

سږ کال له د پلاټنیم کټګورۍ له دریو لوبغاړو دوو ته ۱۷۰ زره ډالر ورکول کېږي او دریېم ته به ۱۳۰ زره ډالر ورکول کېږي.

په ډایمنډ کټګورۍ کې به یوه لوبغاړي ته ۸۵ زره ډالر او پاتې دوو ته به شپیته - شپیته زره ډالر ورکول کېږي، دغه راز به په ګولډ کټګورۍ کې له دریو یوه ته پنځوس زره ډالر او پاتې دوو ته پنځوس - پنځوس زره ډالر ورکول کېږي.