د افغانستان کرېکټ بورډ له ایرلنډ سره نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ له ایرلنډ سره نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته لوبډله اعلان کړه.

افغانستان او ایرلنډ روانه میاشت درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې لري.

د اصغر افغان په مشرۍ دې ۱۶ کسیز سکواډ کې رحمت شاه، نوین الحق، حشمت الله شهیدي، یامین احمدزی، عثمان غني، عظمت الله عمرزی، رحمان الله ګربز، سید شیرزاد، نجیب الله ځدراڼ، جاوید احمدي، راشد خان، محمد نبي، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن او شرف الدین اشرف شامل دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي دا لوبې به د جنورۍ پر ۱۸مه، ۲۱مه او ۲۳مه عمان کې وشي.

د کرېکټ ډېرو مینوالو پر خواله رسنیو نویو ځوانانو ته لوبډله کې په ځای ورکول کېدو خوښي ښودلې، خو نور مثبت بدلونونه یې هم غوښتي دي.

د کرېکټ بورډ چارواکي وايي دا لوبې نړیوالې ډلبندۍ او د ورځنیو لوبو د راتلونکې نړیوالې اتلولۍ سیالیو ته د تګ لپاره مهمې دي.

افغانستان اوس د یو روځنیو لوبو ډلبندۍ کې تر ایرلنډ یو شمېره مخکې او لسم ځای لري.

افغانستان او ایرلنډ تر دې دمه په ۲۹ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې مخامخ شوي، چې ۱۳ افغانستان او ۱۳ ایرلنډ ګټلي او پاتې ۳ د ورښت له کبله یا شوي نه دي یا بې پایلې پاتې شوي دي.

کرېکټ نړیوال جام

د کرېکټ د یو ورځنیو لوبو د راتلونکي نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۲۳ کال اکتوبر په هند کې پیلېږي.

پخوا ټاکلې وه د نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ له ۹مې د مارچ تر ۲۳مې وشي خو د کورونا وېروس وبا له کبله د همدغه کال اکتوبر او نومبر میاشتو ته وځنډېدې.

د نړیوالې اتلولۍ دې سیالیو کې به لس لوبډلې برخه ولري.

د افغانستان لپاره شرایط

د کرېکټ د نړیوالې شورا ۷ دایمي غړي چې د نړیوالې ډلبندۍ سر کې دي او کوربه هند چې د ډلبندۍ سر کې دي نیغ په نیغه راتلونکي نړیوال جام ته ځي.

افغانستان د لیګ لوبو په لړ کې له اتو هیوادونو ایرلند، سریلانکا، پاکستان، هند، زمبابوې، هالنډ، نیو زیلانډ او اسټرالیا سره ۳ - ۳ لوبې لري او د ۱۴ لوبو په ګټلو سره نیغ په نیغه نړیوالو اتلولیو ته تلی شي.

افغانستان د یو ورځنیو لوبو تېرو دوو نړیوالو جامونو کې هم لوبېدلی دی