راشد خان؛ ټرېنټ راکټس لوبډلې د ۲۰۲۱ کال د هنډرېډ اتلولۍ لپاره ځان سره وساته

راشد خان - چې په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی دی - د د هنډرېډ اتلولیو یا لیګ په ټرېنټ راکټس لوبډله کې به د اېنګلنډ او ناټینګهام شایر له پرانیستونکي توپوهونکي الېکس هېلز سره یو ځای شي.

ټرېنټ راکټس د ښځینه لوبډلې لپاره اېنګلنډۍ توپ اچونکې کاټرین برنټ او اسټرالیایۍ توپ وهونکې الېزه ويلاني هم ځان سره ساتلې د.ي

ټاکلې وه د هنډرېد یا د سلو توپونو دا اتلولي د روان کال پسرلي کې وشي خو د کورونا وبا له کبله ۲۰۲۱ کال ته وځنډېده.

د هنډرېډ: لوبډلې او لوبغاړي

راشد خان- چې اوس د هند غوره لیګ کې د سنراېزرز حیدراباد لپاره لوبېږي- تېر کال لومړی لوبغاړی و چې د د هنډرېډ اتلولۍ‌ په بولۍ کې وپېرل شو.

هغه سږ کال هم لومړی بهرنی لوبغالی شو چې ټرېنټ راکټس لوبډله یې د ۲۰۲۱ کال د اتلولیو لپاره ځان سره ساتي.

۲۲ کلن راشد خان وايي "څنګه چې له د هنډرېډ (The Hundred) اتلولیو خبر شوم، په هغو کې د لوبېدو ډیره زیاته لېوالتیا را پېدا شوه - او له ټرېنټ راکټس لوبډلې سره په پاتېدلو ډېر خوشال شوم. "

ټرېنټ راکټس لوبډلې پر راشد خان او هېلز سربېره تېره میاشت پرېکړه وکړه چې د اینګلنډ د ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر جوی روټ هم ځان سره وساتي.

راشد خان وايي "الېکس ډېر ښه لوبغاړی دی. هغه د نړۍ په کچه د بې رحمه توپ وهونکو له ډلې دی او زه خوشال یم چې هغه سره په یوه لوبډله کې لوبېږم - جوی روټ کلاسیک توپ وهونکی دی - د اوسني وخت له غوره توپوهونکو دی. "

راشد خان زیاتوي "نوموړي سره لوبېدو ته بې صبره یم. دا زما لپاره غټه موکه ده چې د دې لوبې (کرېکټ) په اړه د هغه له پوهې، تجربې او درک یو څه زده کړم. "

په د هنډرېډ اتلولیو کې لوبېدونکې لوبډلې لا تر راتلونکې جنورۍ وخت لري چې د خپلو نارینه لوبډلو له لوبغاړو سره د ۲۰۲۱ کال د سیالیو لپاره د نویو تړونونو په اړه خبرې وکړي.

لوبډلې هر هغه لوبغاړی ځان سره ساتلی او په نوي تړون کې یې د لوړې او ټیټې تنخا ډلبندۍ (کتګورۍ) ته لېږدولی شي چې د ۲۰۲۰ کال د اتلولیو لپاره یې پېرلی و.

د دغو لوبغاړو پخواني تړونونه د کووېډ ۱۹ وبا له کبله ۲۰ سلنه راټیټ شوي دي.

د ۲۰۲۱ د هنډرېډ اتلولیو لپاره بله بولۍ په راتلونکې فبرورۍ کې ترسره کیږي.

د هنډرېډ؛ د سلو توپونو سیالي

په د هنډرېډ اتلولۍ کې ټولې اته لوبډلې لوبېږي.

دغه اتلولي په نوې بڼه ترسره او هرې لوبډلې ته پکې سل توپونه غورځول کیږي.

د دې اتلولۍ مقررات له اوسني کرېکټ سره څه نور توپیرونه هم لري.

د سلو توپونو په دې اتلولیو کې:

  • اور یې لس باله دی خو توپ اچوونکي د یوه اور ۵ یا ۱۰ ټول توپونه غورځولی شي.
  • یو توپ اچونکی په یوه سیالۍ کې د ۲۰ توپونو د غورځولو اجازه لري.
  • لومړۍ پاورپلې یې ۲۵ توپه ده.