تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نور احمد؛ د افغان کرېکټ نوی ستوری
ځوان افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال چې لا هم د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله کې نه دی لوبېدلی، د اسټرالیا د کرېکټ غوره لیګ "بیګ باش" ته واخیستل شو.
نور احمد د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله کې لوبېږي، خو تر ډېره کورنیو لوبو کې پاتې شوی دی.
ټاکلې وه نور احمد سږني کارابین لیګ کې هم ګډون وکړي، خو د برتانیا ویزې د نه ترلاسولو په دلیل له دې اتلولیو پاتې شو.
پنځلس کلن نور احمد د ملبورن رېنېګېډز لوبډلې واخیست.
د افغانستان د کورني کرېکټ مشر رییس احمدزي بي بي سي ته وویل، نور احمد په هکله د دې خبر اورېدو هیښ نه کړ، ځکه پخوا یې دغه زلموټي کې د کرېکټ وړتیا لیدلې وه.
نور احمد کیڼ لاس سوکه توپ اچوونکی دی چې د کرېکټ په اصطلاح کې یې چېنامن بولي او ښاغلی احمدزی په دې هکله وايي:
"دی چاینا مېن بالېنګ کوي چې نړۍ کې ډېر کم لیدل کېږي، ما چې د ده بالېنګ اول ځل ولید، چې ښه ځای کې یې اچاوه او ورځ په ورځ یې زدکړه کوله، نو رسنیو ته مې لا دوه کاله مخکې ویلي و چې دا د افغانستان د کرېکټ لپاره ښه راتلونکی لري. "
د نوموړي په خبره، په دومره کم عمر د ځوان لوبغاړي بهر کې لوبېدل دا ښيي چې نوموړی کرېکټ کې ښه راتلونکی لري او یوه ورځ به ملي لوبډله کې د افغانانو استازي کوي:
"له دې مالومېږي چې افغانستان کې ښه ښه استعدادونه دي او د راشد خان، مجیب، نبي او نورو لوبغاړو په څېر به نور احمد هم خپله ملي لوبډله او هم د کرېکټ بهرنیو لیګونو کې ولوبېږي."
د نوموړي په خبره، د نور احمد لکڼوال تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې نه ستړی کېږي او هره ورځ هڅه کوي چې خپله وړتیا ډېره کړي:
"د نولس کلنو نړیوالو لوبو کې یې تل دا غوښتنه کوله چې باید ډېر بالېنګ وکړي، په تمرین کې به یې هم ویل چې باید ډېر بالېنګ وکړم. چې بیا سیالۍ کې ښه توپ واچوم."
اخیستونکې لوبډله څه وايي؟
د رېنېګېډز مشر روزونکي مایکل کلېنګر د خپلې ډلې وېبپاڼې ته ویليې: له یوه کال ډېره موده یې نور احمد له نږدې څارلی دی:
"هغه که څه هم د خپل مسلک په لومړېو پړاونو کې دی خو په زړه پورې لرلید او څو داسې چلونه لري چې توپ وهونکي له ستونزو سره مخامخولی شي."
د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې نامتو لوبغاړی محمد نبي هم په بېګ باش کې همدې لوبډلې ته لوبیږي.
نبي وايي "د رېنېګېډېز مینوال او د بېګ باش پلویان ښايي اوس د نور احمد په اړه په ډېر څه ونه پوهېږي - خو زه درته ویلی شم چې هغه ډېره په زړه پورې وړتیا او زما په فکر په دې لوبه کې ډېره ستر راتلونکی لري."
مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې پر نور احمد سربیره د سویلي افریقا له سوکه توپ اچوونکي عمران طاهر سره هم تړون لاسلیک کړی دی.
لکڼوال سږنۍ شپږیزه کې
نور احمد رسمي شل اوریزې لوبې تېر کال د افغانستان د کرېکټ په شپږیزه لیګ کې د محمد نبي په لوبډلمشرۍ له میس عینک اتلانو لوبډلې سره پیل کړې او هغه کال یې لوبډله د شپږیزې لیګ اتله شوه.
لکڼوال سږ کال په شپږیزه لیګ کې ۱۱ کسان وسوځول او لوبډلې یې دویم ځای خپل کړ.
نور احمد تر دې دمه ټولټال ۱۵ شل اوریزې لوبې کړې او د ۲۱ اعشاریه ۴۲ په اوسط سره یې ۱۹ ویکټې ترلاسه کړې دي.
روانه مېاشت په بېګ باش کې لوبېدونکې اډېلاېډ سټراېکرز لوبډلې هم د افغانستان د کرېکټ له نامتو ستوري راشد خان سره تړون نوی کړ.
بېګ باش سیالۍ د راتلونکې ډېسمبر پر درېمه د راشد خان د اډېلاېډز او د محمد نبي د رېنېګېډز لوبډلو په سیالۍ پېلیږي او ګروپي لوبې یې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر ۲۶مه پای مومي.