تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
راشد خان په بېګ بش سياليو کې هټرېک وکړ
افغان لوبغاړي راشد خان ارمان د اسټراليا بېګ بش سياليو په نننۍ لوبه کې د څلورو وېکټو په اخيستلو سره پنځم لوبغاړی شو چې په شل اوريزو سياليو کې درې هټرېک يا پرلپسې درې ځله درې وېکټې اخستي دي.
راشد خان چې په بېګ بش سيالیو کې د اډلېډ سټرايکرز لپاره لوبه کوي د چهارشنبې پر ورځ يې په پرلپسې دريو توپونو د سېډني سېکسرز درې لوبغاړي وسوځول.
بله خوا د پاکستان تېز توپ اچوونکي حارث روف هم په بېګ بش کې د بېبولرن سټارز لپاره هټرک وکړ او درې وېکټې يې واخيستې.
راشد خان خپل لومړی هټرېک په ۲۰۱۷ کال کې په کارابين ليګ، دويم ځل په ۲۰۱۹ د ايرلنډ پر وړاندې او درېيم په ۲۰۲۰ کال په بېګ بش کې د سېډني سټرايکرز پر وړاندې کړی دی.
راشد خان په بېګ باش سياليو کې څلورم لوبغاړی دی چې هټرېک يا په پرلپسې توګه درې ځله هټرېک کوي.
۲۱ کلن راشد خان چې اوسمهال په شل اوريزو سيالیو کې د نړۍ په کچه ترټولو غوره لوبغاړی دی په بېلابېلو ليګونو کې لوبېږي او ګڼ ريکارډونه يې په خپل نامه کړي دي.
د شل اوريزو سياليو په نوملړ کې راشد خان په لومړي او بل افغان توپ اچوونکي مجيب الرحمان ځدراڼ په دويم نمبر دی، په الرونډرانو کې بيا محمد نبي عيسي خېل د کرېکټ نړيوالې شورا د جدول په سر کې راځي.