تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام: افغان لوبډلې منځلوبو ته لار وموندله
د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام سیالیو لړ کې نن جنوري ۲۴ مه د افغانستان او کاناډا تر منځ د دې سیالیو ۱۹ مه لوبه د باران له کبله لغوه شوه.
د سویلي افریقا په بوچيفستروم کې دغه لوبه د افغان لوبډلې لپاره د دې سیالیو درېیمه لوبه وه. په ډي ګروپ کې د سويلي افريقا او متحدو عربو اماراتو لوبه لا پاتې ده، خو که هغه هره لوبډله وګتي بيا به هم د ډي ګروپ ګټونکى افغانستان وي ځکه چې پنځه پواينټونه لري.
په منځلوبو کې به افغانستان د سي ګروپ له دويمې لوبډلې سره مخامخېږي. په سي ګروپ کې نن پاکستان له بنګله دېش سره لوبه درلوده.
بنګله دېش ١٠٦ منډې کړې وې او نهه لوبغاړي يې سوځېدلي وو، خو د ورښت له امله هغه لوبه هم پاتې شوه.
د بنګله دېش او پاکستان دواړو پواينټونه پنځه پنځه دي خو د بنګالۍ لوبډلې د منډو اوسط تر پاکستان خورا لوړ دى او په دې توګه د ګروپ ګټونکي دي.
افغان لوبډلې له دې مخکې له سویلي افریقا او متحده عربي اماراتو لوبډلو سره لوبه کې بریا خپله کړې او دې سره یې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره موندلې ده.
په دوو تېرو سیالیو کې شفیق الله غفاري د افغانستان له لوري تر ټولو کامیاب بالر ثابت شو، چې له سویلي افریقا سره لوبه کې یې شپږ او له متحده عربي اماراتو سره لوبه کې یې پنځه لوبغاړي یې له میدانه بهر کړل.
له متحده عربي اماراتو سره سیالي کې افغان لوبډلې لومړی لوبه وکړه او د شپږ وېکټو په زیان یې د ۲۶۵ منډو مناسب سکور وکړ، چې د متحده عربي اماراتو سیالې لوبډلې یې په ځوابي لوبه کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ایله ۱۰۵ منډې وکړې او د ۱۶۰ منډو په توپیر یې لوبه بایلوده.
د سویلي افریقا لوبډلې بیا پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه. دوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو کم هدف وټاکه چې افغان لوبډلې دا هدف د دریو لوبغاړو له سوځېدو وروسته د لوبې په ۲۵ اوور کې بشپړ کړ او لوبه یې د ۷ وېکټو په توپير سره داسې حال کې وګټله چې ۱۵۰ توپونه یې لا پاتې وو.
د توپوهنې په برخه کې دغه سیالۍ کې دوو افغان لوبغاړو پنځوسیزې بشپړې کړې، عمران میر۵۷ او ابراهیم ځدراڼ ۵۲ منډې وکړې. له سویلي افریقا سره لوبه کې بیا ابراهیم ځدراڼ ۸۷، رحمان الله ۸۱، محمد اسحق ۳۵ او عبدالرحمان ۱۴ منډې وکړې.
د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام به د ۲۰۲۰ کال د جنوررۍ میاشتې له ۱۷ د فبرورۍ تر ۹ مې نېټې په سویلي افریقا کې ترسره کېږي.
په دغو سیالیو کې ټولټال ۱۶ لوبډلې ګډون کوي، چې په څلورو ګروپونو وېشتل شوې دي.
افغانستان په ډي ګروپ کې دی، او ورسره کوربه هېواد سویلي افریقا، کاناډا او متحده عرب امارات هم شته.
په اې ګروپ کې هند، جاپان، نیوزیلنډ او شري لنکا لوبډلې راغلي دي. په بي ګروپ کې بیا د اسټرالیا، انګلنډ، وېسټ انډیز او نایجریا لوبډلې ځای لري. او همدا راز په سي ګروپ کې د پاکستان، بنګله دېش، سکاټلنډ او زمبابوې لوبډلې دي.