کرېکټ بورډ: 'شپږیزې' ته چمتوالی بشپړ، دوې ورځې وروسته پیلېږي

- Author, اسدالله لودین
- دنده, بي بي سي
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي چې د (شپږیزې) په نوم د کورني کرېکټ لیګ شپږ واړه لوبډلې په کابل او ولایتونو کې په تمریناتي لوبو بوختې دي.
ټاکل شوې دغه لیګ دوې ورځې وروسته پیل او تر دوو اونیو پورې دوام وکړي.
کرېکټ بورډ وایي، د دې لیګ لپاره یې تخنیکي چمتوالی بشپړ کړی او د کابل کرېکټ لوبغالي کې یې نندارچیانو ته ښې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د شپږیزې شپږم پړاو دغه سیالۍ په یو کال ځنډ ترسره کېږي.
د شپږیزې سیالۍ له ۲۰۱۳ کال را په دې خوا هر کال کېدې، خو تېر کال د تخنیکي ستونزو له کبله و نه شوې چې سږ کال یې مینه وال د پيل شیبې شماري.
د افغانستان کریکټ بورډ وایي، د شپږیزې په دې پړاو کې چې راتلونکې دوشنبه پيلېږي شپږ کورنۍ لوبډلې لوبېږي او هره یوه پنځه - پنځه لوبې کوي.
د دغه لیګ یو روزوونکی او د کرېکېټ ملي لوبډلې مخکینی لوبغاړی ريئس احمدزی وايي، شپږ واړه لوبډلې پياوړې دي او سیالي به يې په زړه پورې وي.
په دې کورني لیګ کې د ملي لوبډلې شاوخوا لس لوبغاړي هم لوبېږي چې دغو لوبغاړو ته تر ډېره د کپتانۍ یا لوبډل مشرۍ دندې ور له غاړې دي.

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD
د یادولو ده چې تېر کال دا لوبې ونه شوې خو وړم یاني په ۲۰۱۷ کال کې د ملي ټيم لوبغاړو تر څنګ په دغو لوبو کې د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړو هم برخه درلوده.
سږ کال کابو ټول لوبغاړي کورني هغه ښودل شوي. ريئس احمدزی وايي چې دا به په دغو سیالیو کوم ځانګړی اغېز و نه کړي.
امو نهنګان، بندامیر ښاماران، بُست ساتوونکي، کابل بازان، مېس عېنک اتلان او سپين غر زمریان هغه لوبډلې دي چې د شپږيزې کرېکېټ لیګ د اتلولۍ لپاره به سیالي سره کوي.
د کورني کرېکټ غوړېدا او د نویو استعدادونو موندل د دغو لوبو له اصلي موخو ښودل کېږي. کرېکټ بورډ وایي سږنۍ سیالۍ د ملي ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي او د کابل لوبغالي کې سلګونه نندارچیانو ته هم د ځای ځایګي اسانتیاوې برابرې شوي دي.
بل لور ته د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د غوراوي کمېټې پخوانی غړی انډي مولز د دغې کمېټې د مشر او کرېکټ ډایریکټر په توګه په دنده ګومارل شوی دی.
ښاغلی مولز لومړی ځل ۲۰۱۴ کال کې د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د نوي روزونکي په توګه ګومارل شوی و. مولز پخوانی انګلیش فرسټ کلاس کرېکټ لوبغاړی و، چې له لوبې نه له تقاعد وروسته یې کینیا، سکاټلنډ او نیوزیلانډ کې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې.








