کرېکټ: زمبابوې له افغانستانه لوبه وکټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD

په بنګله دېش کې د کوربه هېواد، افغانستان او زمبابوې ترمنځ د شل اوریزه سیالیو د ټورنامنټ پنځمه سیالۍ کې نن جمعه د افغانستان او زمبابوې تر منځ لوبه زمبابوې په ۷ وېکټو وګټله. ‌

د نن لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې یا بټېنګ پرېکړه وکړه. د ټولو ۲۰ اورنو له لوبې وروسته افغان لوبډلې ۱۵۵ منډې وکړې او ۸ وېکټې یې له لاسه ورکړې.

زمبابوې د ځوابي لوبې په شلم اور پر دریم توپ ټاکلی هدف داسې حال کې تر لاسه کړ، چې یوازې ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

د زمبابوې کپتان همېلټن ماساکاډزا، چې دا یې وروستۍ لوبه وه، خپله پنځوسیره بشپړه کړه او په ۴۲ توپونو یې ۷۱ چټکې منډې وکړې.

په افغان لوبډله کې نن درې بدلونونه راغلي وو‌ او شفیق الله شفق، فضل نیازی او دولت ځدراڼ لوبډله کې اخیستل شوي دي.‌ رحمت شاه نننۍ لوبه کې نه شته.

رحمان الله ګوربز او حضرت الله ځاځي د افغانستان له لوري خورا چټکه لوبه پیل کړه. دواړو افغان اوپنرانو د پنځم تر لوبې رن رېټ ۱۰ ته رسولی و.

کرېکټ

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD

رحمان الله ګوربز له ۴۰ توپونو د لوبې ۱۳ اور کې پنځوسیزه تر لاسه کړه. نوموړی له ۴۷ توپونو د ۴ څلوریزو او ۴ شپږیزو پر مټ د ۶۱ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

حضرت الله ځاځی د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مټ له ۲۴ توپونو د ۳۱ منډو له تر لاسه کولو وروسته وسوځېد. د لوبې ۱۳ اور کې شفیق الله د ۱۶ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

خو پاتې افغان توپ وهونکي ښه ونه ځلېدل او افغانستان په خپلو وروستیو لسو اورونو کې یوازې ۷۱ منډې وکړې او خپلې ۷ وېکټې یې له لاسه ورکړې.

کرېکټ

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD

افغان لوبډلمشر راشد خان وايي، ''د توپوهونې لپاره وېکټ مناسب معلومېږي، موږ دا لوبه اسانه نه بولو او هڅه به وکړو چې ښه لوبه وکړو.پروسږکال د زوکړې پر ورځ له بنګله دېش سره لوبه کې غوره لوبغاړی بلل شوی وم. ''

افغانستان تر دې وړاندې د بنګله دېش او زمبابوې سره خپلې لومړۍ دواړه لوبې ګټلې دي. که چېرې افغان لوبډله نننۍ لوبه هم وګټي نو د دې سیالیو پایلې ته به لار ومومي.

کوربه هېواد بنګله دېش بیا خپله لومړۍ لوبه کې زمبابوې ماته کړې وه،‌ خو افغانستان ته یې خبله لوبه وبایلله.

‌زمبابوې خپلې دواړه لوبې بایللې دي. افغانستان به له نننۍ لوبې وروسته له بنګله دیش سره یوه بله لوبه هم کوي.

حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګربز، شفیق الله شفق، اصغر افغان، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، فضل نیازی، راشد خان، دولت ځدراڼ او مجیب الرحمان د افغانستان له لوري دغه لوبه کې برخه لري.‌