د افغانستان کرېکټ بورډ کرېکټ ته ځانګړی تلوېزیون جوړوي

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په پام کې ده چې د 'افغانستان کرېکټ بورډ تلوېزیون' یا ACB TV په نامه د کرېکټ مینه والو ته ځانګړی تلوېزیون جوړ کړي چې لومړنۍ چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.

د کرېکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي پر ټوېټر لیکلي، "زما د ژمنې سره سم زموږ د کرېکټ مینه وال به ژر د ACB_TV# څخه د کرېکټ مېچونه وګوري!".

کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ لپاره یې د ځانګړي تلوېزیون جوړولو هوډ وروسته تر هغه وکړ چې په هېواد کې د کرېکټ لوبې مینه وال په ډېرېدو دي.

د افغانستان کرېکټ نړیوالې او کورنۍ لوبې افغانان تر ډېره د بهرنیو او یا کورنیو تلوېزیونو له لارې په ژوندۍ بڼه ګوري.

کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ ځانګړي تلوېزیون لومړنۍ چارې په بشپړېدو دي او نور اړوند کارونه یې هم روان دي.

دوه میاشتې وړاندې د کرېکټ نړیوال جام لوبې د ملي تلویزیون له لارې وښودل شوې او په افغانستان کې د ننه او بهر ګڼ شمېر مینه والو ولیدې.