۱۹ کلنو کرېکټ: افغانستان پاکستان ته په لوی توپير ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD
د ١٩ کلنو په کرېکټ اسيايي جام سیالیو کې افغانستان پاکستان ته په ٨٦ منډو ماتې ورکړه. افغان لوبډلې پچه وګټله او خپله يې منډو ته ملا وتړله.
دوى پاکستان ته د ١٦٣ منډو هدف وټاکه خو د پاکستان ټوله لوبډله يې په ۲۰ اوورنو کې په ٧٨ منډو وسوځوله. د افغان لوبډلې صدیق الله اتل ۲۹ او رحمان الله ځدراڼ ۲۷ تر ټولو ډېرې منډې تر لاسه کړې.
د افغانستان له لوري شفیق الله غفاري تر ټولو د لږ (۱۵) منډو بدل کې ۳ وېکټې واخیستې او ملګرو یې فضل حق، عابدالله تڼیوال، نور احمد لکڼوال دوې، دوې او جمشید میرعلي خېل یوه وېکټه تر لاسه کړه.
د پاکستان له لوري فهد منیر او عامر علي درې - درې، عباس اپریدي ۲ او نسیم شاه یوه وېکټه تر لاسه کړه.
شفیق الله غفاري د دغې لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.
د پاکستان له لوري تر ټولو ډېرې ۱۹ منډې عرفان خان تر لاسه کړې چې نور احمد لکڼوال بولډ اوټ کړ.

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD
فرحان زاخیل، فضل حق فاروقي، شفیق الله غفاري، محمد اسحق محمدي، عابدالله تڼیوال، جمشید میر علي خېل، اصف موسی زی، نور احمد لکڼوال، صدیق الله اتل، رحمان الله ځدراڼ، او ننګیالی خروټی په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې غړي دي.
عبدال بنګلزی، حیدر علي، روحیل نظیر، فهد منیر، حارث خان، عرفان خان، قاسم اکرم، عباس اپریدي، نسیم شاه، محمد وسیم او عامر علي نننۍ سیالۍ کې برخه درلوده.
د افغانستان بله لوبه به د روانې سپتمبر میاشتې پر اوومه له کويت او ورپسې له هند سره وي.








