کرېکټ: افغان ځوانانو په ۴۰ منډو افغان اتلان مات کړل
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ نن دوشنبه په کابل کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ شل اوریزه لوبه ترسره شوه.
افغان ځوانانو لوبډلې، چې مشري یې د ملي لوبډلې پخواني کپتان ګلبدین نایب کوله، پچه وکټله او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې وکړې.
پخپله ګلبدین نایب ۵۴، احسان الله جنت او حشمت الله شهيدي هر يوه ۴۵-۴۵ منډې وکړې.
خو د افغان اتلانو لوبډلې، چې راشد خان یې کپتان و، ونشو کولای چې په ټاکلو اورونو کې هدف ته ځان ورسوي.

د عکس سرچینه، ACB
د افغان اتلانو له لوري جاويد احمدي او درويش رسولي هر يوه ۲۸-۲۸ منډې وکړې او همدا راز فريد احمد ۲۲ او شرف الدین اشرف ۲۱ منډې وکړې.
خو په پای کې اتلان په ۱۳۹ منډو وسوځېدل او د افغان ځوانانو لوبډلې دغه لوبه د ۴۰ منډو په توپیر وګټله او د خپلواکۍ جام یې په خپل نامه کړ.
د افغانستان کرېکټ بورډ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت کابل کې د کرېکټ په ملي لوبغالې کې د دې نمایشي لوبې تابیا نیولې وه.

د عکس سرچینه، ACB
لوبې ته ګڼ شمېر نندارچیان ورغلي وو او د افغانستان ملي بیرغونه یې له ځان سره لیږدول.
له کرېکټ ور هاخوا ټاکل شوې وه چې نن په دارالامان ماڼۍ کې هم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ جشن او مراسم وشي.
خو په کابل کې د شنبې ماسخوتن له خونړي برید وروسته افغان حکومت پرون د دې مراسمو د ځنډولو اعلان وکړ.

د عکس سرچینه، ACB










