شهزاد محمدي: ټپي نه یم، په ناحقه له لوبډلې ایستل شوی یم

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتونکی او توپوهونکی شهزاد محمدي وایي، د نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې دی هېڅ ټپي شوی نه دی او په ناحقه توګه له ملي لوبډلې ایستل شوی دی. شهزاد دا څرګندونې د یکشنبې پر ورځ کابل ته له رسېدو وروسته وکړې.
پر همدې ورځ (یکشنبه) د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه د شهزاد محمدي د طبي معایناتو پایلې خپرې کړې، چې پکې د هغه په زنګانه کې ستونزې ته اشاره شوې ده.
خو په دې طبي رپوټ کې دا جوته نه ده چې ډاکټرانو شهزاد ته څه سپارښتنه کړې وه، او ایا هغه ته یې د لنډې مودې لپاره د ارام مشوره ورکړې وه او که یې ورته ویلي وو چې نور په نړیوال جام کې باید لوبه ونکړي.
بي بي سي هڅه وکړه چې د شهزاد محمدي د اعاو په اړه د کرېکټ د چارواکو غبرګون را واخلي، خو تر اوسه نه ده بریالۍ شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د تېرې پنجشنبې پر ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې شهزاد محمدي د زنګانه د ټپ له کبله نور نشي کولی چې په نړیوال جام سیالیو کې لوبه وکړي او له همدې کبله له ملي لوبډلې بهر شوی.
د شهزاد پر ځای احتیاطي لوبغاړی اکرام علي خېل ملي لوبډلې ته ور وبلل شو، چې د شنبې پر ورځ یې د نیو زیلنډ پر وړاندې د افغانستان په درېیمه لوبه کې برخه هم واخیسته.
خو شهزاد محمدي په کابل کې ور ټولو خبریالانو ته وویل، دا سمه ده چې د ده زنګون له پاکستان سره په لوبه کې ژوبل شوی و، خو دومره هم ژوبل نه و چې دی دې له ملي لوبډلې و ایستل شي.
شهزاد په خپلو خبرو کې د کرېکټ پر چارواکو سختې نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې د ملي لوبډلې پخواني یا سینئر لوبغاړي د یو پلان له مخې له صحنې ایستل کېږي.
نوموړي له نوي کپتان ګلبدین نایب نه هم ګیله وکړه چې د ده "سوال او زارۍ " یې ونه منلې او ورته یې وویل چې نور په ملي لوبډله کې لوبه نشي کولی.

د عکس سرچینه، Getty Images
شهزاد محمد ادعا کوي چې د افغان لوبډلې ډاکټر د ده د ژوبلېدو خبره نه ده تائيد کړې او دی هم د رسنیو له لارې خبر شو چې له ملي لوبډلې ایستل شوی دی.
دا ناندرۍ په داسې وخت کې سر راپورته کوي چې د افغانستان ملي لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې بایللې دي او په ځینو لوبو کې د خرابې توپوهنې له کبله د مینه والو له سختو نیوکو سره هم مخامخ شوې.
خو کپتان ګلبدین نایب ټینګار کوي چې بریا او ماتې د کرېکټ برخه ده او د ملي لوبډلې روحیه پیاوړې ده. له نیو زیلنډ سره تر لوبې وړاندې کپتان ګلبدین رسنیو ته ویلي وو چې افغان لوبډله باید د هېچا تر فشار لاندې نه وي او باید "افغاني " لوبه وکړي.
افغانستان به خپله څلورمه لوبه د جون میاشتې پر پنځلسمه نېټه له سویلي افریقا سره کوي.










